طالبانو فاریاب کې د دهندره د اوبو بند پروژې چارې درولي

د فاریاب والي نقیب الله فایق وايي، طالب وسله‌والو هېواد نه بهر د خپلو مشرانو په امر دغه ولایت کې د دهندره د اوبو بند پروژې چارې درولي دي.

د نوموړي په وينا، طالبانو تر دې وړاندې المار ولسوالۍ کې د اوبو بند چارو پر وړاندې خنډ جوړ کړی و چې پای کې يې هغه پروژه هم ترسره نه شوه.

په ورته وخت کې د فاریاب د ولایتي شورا غړی فضل‌الحق محمدي وايي، ولایتي شورا هڅه کوي چې د سیمې د اوسېدونکيو په منځګړیتوب دغه موضوع حل کړي؛ خو پروژه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې ده، نو له دې کبله هغوی په ټول توان سره هڅه کوي چې مخه یې ونیسي.

د فاریاب د حج او اوقافو رییس ګل احمد لطفي هم وايي، طالبانو تل بېلا بېلو برخو کې د پرمختیايي پروژو عملي کېدو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

د فاریاب مرکز د میمنې ښاروال جاوېد کیوان وايي، د دهندره د اوبو بند پروژه خلکو پورې اړوند ده او طالبان په دې کار سره د خلکو د ګټې مخه نیسي.

د فاریاب پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د دهندره د اوبو بند جوړولو چارې د ۱۳۹۶ کال عقرب میاشت کې پیل شوې چې تر نن پورې نه دي بشپړې شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام