طالبانو په خپلې تازه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې ډلې د پخواني مشر ملااختر محمد منصور پر مهال طالبانو ډېرې لاسته راوړنې لرلې؛ ځکه یې پهدې عملیاتو د «منصوري» نوم اېښی دی.
پهدې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هغوی نظامي طرحې به «دوښمن ته په ضربه ورکولو، وژلو، ژوندي نیولو او ترورولو» سره او په عملیاتو کې به «په چریکي جنګونو کې له بېلابېلو تکتیکونو، ډلهییزو ځانمرګو بریدونو او انفجاري عملیاتو نه» ګټنه وکړي.
په خبرپاڼه کې د ملکي وګړیو د ځان او مال خوندیتوب ته هم اشاره شوېده.
طالبانو ویلي، چې دا عملیات د نن ورځې د سهار له ۵ بجو نه په ټولو ولایتونو کې د بهرنیانو او د هغوی پر ملاتړو پیل شويدي.