د سرپل سیمهییز چارواکي وايي، چې تېره شپه د (اپریل پر ۱۶مه) طالبانو د دې ولایت په صیاد ولسوالۍ کې ۳ ښځې او یو ماشوم له دولت سره د همکارۍ په تور وژلې دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام وطندار ته وویل، چې دغه پېښه د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې رامنځته شوې او د څرنګوالي په اړه يي دقیق معلومات نهشته.
طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، تېره شپه د دغه ولایت بلخاب ولسوالۍ کې یو هلک خپل اوښی وژلی دی.
د والي ویاند اماني وايي، مجرم پولیسو نیولی او څېړنې ترې روانې دي.