طالبانو د کندوز په “کلبات” ولسوالۍ کې پوځي پريډ کړی

د کندوز سیمه‌ییز چارواکي سلام‌وطندار ته وویل، چې د یاد ولایت په کلبات ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو پوځي تمرینات کړي دي.

د کندوز د والي ویاند د دغه خبر د پخلي ترڅنګ سلام‌وطندار ته وویل، چې طالبانو له امنیتي ځواکونو سره د عملیاتو پیل پرمهال د کندوز مرکز کې وغوښتل، چې خپل پوځي ځواک  نندارې ته وړاندې کړي.

د کندوز ولایت کلبات ولسوالیو یو شمېر اوسیدونکو، چې غوښتل نوم يي خپور نه شي سلام‌وطندارته وویل، د چهار شنبې (ډسمبر۲۲مه) مازدیګر طالبانو د ترانو په خپرولو سره په دې ولسوالۍ کې ۲ ساعته له خپلو جنګي وسایطو مارش کاوه.

 د کندوز سیمه‌ییز چارواکي هم مني، چې تیر مازدیګر طالبانو له موټرو او پوځي ټانکونو سره په کلبات ولسوالۍ کې پریډ کړی.

 د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش وايي، چې طالبانو د امنیتي ځواکونو عملیاتو په غبرګون کې د کندوز شاوخوا دغه وسله‌وال حرکتونه ترسره کوي.

خو د کندوز ولایتي شورا غړي وايي، دا لومړی ځل نه دی چې طالبان وسله‌وال حرکتونه کوي.

د کندوز ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني سلام وطندار ته وویل چې طالبان له تیرو دوو میاشتو راهیسې دویم ځلي ترخپلو ولکې لاندې سیمو کې وسله وال حرکتونه کوي او په دې سره خلکو ته د امنیتي ځواکونو روحیه کمزورې ښيي.

د کندوز چارواکي وايي، چې دوی د طالبانو دغه ډول حرکتونو مخنیوي په موخه هېڅ کوم پوځي پلان نه‌لري، خو هڅه کوي د پامير په نوم پوځي عملیات چې درې ورځې مخکې پیل شوي دغه ولایت کې وسله‌وال وځپي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام