طالبانو نن سهار مهال د کندوز په خان اباد او علي اباد ولسواليو باندې له څوو خواوو نه بریدونه پیل کړل او له څو ساعتو نښتې وروسته د خان اباد ولسوالۍ مرکز ته داخل شول.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري سلام وطندار سره په خبرو کې د دې ولسوالۍ سقوط تایید کړ او ویې ویل، چې په چټکۍ سره په سیمه کې جګړه روانه ده او دوی تازه دمو ځواکونو ته اړتیا لري. د امیري پر وینا، د نښتې د شدت له امله د کندوز ـ علي اباد لاره تړل شوې ده.
د کندوز ـ علي اباد لویه لاره له کندوز ـ تخار نه وروسته، کندوز ولایت ته د تخار او بدخشان د اوسېدونکیو دویمه مهمه لاره ده.
سیمه ییزو چارواکیو تر اوسه د دې نښتې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د علي اباد ولسوال حیات الله فقیري هم په دې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې خبر ورکوي.
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خان اباد ولسوالۍ سقوط تایید کړی او ویلي یې دي، چې د نښتې په پایله کې ډېرې سپکې او درنې وسلې په لاس ورغلې دي.