د بغلان امنیه قوماندان اکرامالدین سریع سلام وطندار ته وايي چې د هلمند د سولې کاروان غړي پرون ماښام په ډنډغوري ولسوالۍ کې د طالبانو له غړیو سره خبرو ته ته ورغلي وو؛ خو هغوی وهليډبولي دي.
ښاغلی سریع وايي چې دا پېښه د اکیلخېل په سیمه کې شوې او د هلمند سولې کاروان غړي دا مهال د پلخمري په وزیراباد سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره دي.
د هلمند د سولې کاروان مشر اقبال خیبر وايي، طالبانو ورسره ناسته ونه کړه او «دوی ته یې کنځلې وکړې او لاسونه یې ورسره واچول»
د ښاغلي خیبر په وینا، طالبانو ویلي چې هېڅکله به سوله ونه کړي او د کاروان له غړیو یې غوښتي چې د حکومتي ځواکونو پر ضد وسله پورته کړي.
د لغمان والي عبدالحی نعمتي د سولې کاروان له غړیو سره د طالبانو دا ډول برخورد له شرمه ډک ګڼي او وايي چې دې وسلهوالې ډلې ته سوله هېڅ ارزښت نهلري.
د سولې کاروان خپل سفر له هلمنده شروع کړی و او بېګا ماښام بغلان ته ورسېد. دې ډلې ویلي وو چې له طالبانو سره به د سولې په اړه خبرې وکړي.