طالبانو د بغلان‌ـ‌سمنګان لویه لار تړلې؛ دواړو خواوو ته لسګونه موټر ولاړ دي

په بغلان کې محلي او امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار پر حومه سیمې د ډېرو بریدونو ترڅنګ، له امنیتي ځواکونو سره نښتي دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو د شمال‌باغ او چشمه‌شیر سیمه کې د بغلان‌ـ‌سمنګان لویه لار هم تړلې ده. د دغو نښتو او د لارې تړلو له کبله دواړو لوریو ته شاوخوا سل مسافروړونکي او باروړونکي موټر بند پاتې دي.

یادو سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې تر اوسه د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې د ملي اردو ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. د دوی په وینا، د امنیتي ځواکونو ۴ هاموې ټانګونه هم له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د بېګاه شپې په نښتو کې د بغلان ولایت د ملي اردو د پنځم کنډک د ارکان رییس محمدظاهر سرجنګ هم وژل شوي او یوشمېر نور سرتېري ټپیان شوي دي.

د بغلان د روغتیا رییس محب‌الله حبیب وايي، تر اوسه د امنیتي ځواکونو ۵ سرتېري د دغه ولایت روغتون ته ور وړل شوي چې د دوو هغو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

بله‌خوا یوشمېر سرتېري چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي وايي، اوس د دوی او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. دوی په بغلان کې د لازمې همغږۍ نه موجودیت او د مرستندویه ځواکونو کموالی د طالبانو د بریدونو ستر لاملونه بولي.

د یادونې ده چې طالبانو له یوې اوونۍ راهیسې د پلخمري ښار په شاوخوا سیمو کې خپل بریدونه پیل کړي او له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي.

په بغلان کې د پوځ د درېیمې لوا قوماندان نبي‌الله نبي‌زاده د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د بغلان‌ـ‌‌سمنګان لویه لاره بېرته خلاصه کړي.

د یادې لوا قوماندان د امنیتي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه جزیات نه ورکوي، خو په دغه ولایت کې د طالبانو د ځپلو لپاره د هوايي عملیاتو خبر ورکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام