د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د کابل د رایو باطلولو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه غیرقانوني، بېړنۍ، سیاسي او احساساتي ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروسته له هغې دا غبرګون ښيي چې نن سهار د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون نن په یوې خبري غونډې کې د کابل د ولسي جرګې رایې د «تقلب او پراخو ټاکنیزو جرمونو» په دلیل باطلې اعلان کړې.
د دې کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد وايي، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه سیاسي اړخ لري او هېڅ حقوقي او قانوني اساس نهلري.
د دې کمېسیون مسوولانو نن مازیګر د یوې خبري غونډې پرمهال په خپلې خبرپاڼې کې وویل چې دوی د فېسبوک له لارې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونو د دې پرېکړې نه خبر شول.
د دې کمېسیون د مسوولانو په وینا، د وظیفوي غلفت په نامه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ځېنو چارواکیو له دندو ګوښه کول هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون صلاحیت نهدی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي چې له پیله د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو بهیر د سبوتاژولو پسې راخېستې وه او نن یې د دې ملي پروسې په اړه خپل نیت څرګند کړ.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکیو زیاته کړه چې د ټاکنو ناپیېلوالی، ناښکاره، غیرعادلانوالی د دې معنا نه ورکوي چې جمعي رایې دې باطلې شي. دا کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دا کړنه «د کابلمېشتو له رایو سره معامله» بولي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي چې د دې کمېسیون له لوري به په عادي ډول د رایو شمېرنه روانه وي او پایلې به یې له معلوم وخت سره سمې اعلان شي.