د غور امنیتي چارواکي د دې خبر په تایید سره وايي چې طالبانو دا جلۍ او هلک یو بل سره د مینې لرلو په تړاو په یوې صحرایي محکمه کې په عام محضر کې په ډزو وژلي دي.
دا پېښه پرون د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ په «زياسحاق» کلي کې شوېده.
د غور د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سیدضیا حسیني سلام وطندار ته وايي چې دې جلۍ او هلک کوژدنې هم لرلې؛ خو له یو بل سره د زړه تړلو له امله له یو کلي نه بل کلي ته تښتېدلي وو.
د ښاغلي حسیني په خبره، دا دواړه د جلۍ د خسر په وینا د طالبانو له لوري نیول شوي او بیا په یوه صحرايي محکمه کې پرې ډزې شوېدي او وژل شوي.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
شهرک ولسوالي له فيروزکوه سره ۱۳۵ کیلومتره واټن لري چې په ځېنو سیمو کې یې طالبان واکمن دي.
ورته مطالب: