صالح: طالبانو سره سوله دوی ته د تسليمېدو په معنا نه ده

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، له طالبانو سره جوړجاوړی او مذاکره په دې معنا ده چې خلک غواړي له خپل دښمن سره په سوله کې تر یو چتر لاندې ژوند وکړي.

نوموړي چې نن یې د احمدشاه مسعود د ترور ۱۹ تلین کې وينا کوله وويل، طالبان باید پوه شي چې له دې ډلې سره مذاکره د خلکو له ازښتونو د تېرېدلو او د دې ډلې غوښتنو ته د تسلیمي په معنا نه ده.

امرالله صالح وویل، که چېرې طالبان ادعا کوي چې د خلکو ترمنځ ځای لري، باید خپل ځای د خلکو رایو ته په مراجعې ثابت کړي.

د ولسمشر لومړي مرستيال زياته کړه چې طالبان پوهوو چې جمهوريت نظام د څو نفرو نه دی، بلکې د دې نظام جوړولو لپاره د ۳۴ ولايتونو خلکو قربانۍ ورکړې دي.

نوموړي په ټينګار سره وويل چې نه دولت او نه هم طالبان يو بل ته تسليمېږي.

د احمدشاه مسعود د ترور ۱۹ تلین کې يو شمېر نورو سياسيونو هم ګډون کړی و. د سولې د عالي شورا پخواني رييس محمد کریم خلیلي وويل، طالبانو سره سوله په دې معنا نه ده چې ګواکې تېر ته به وګرځو او زياته یې کړه چې د افغانستان نوی نسل هم بېرته شاته نه ګرځي.

د افغانستان سياسيون په داسې حال کې دا خبرې مطرح کوي چې ټاکل شوې تر راتلونکيو څو ورځو پورې بین‌الافغاني مذاکرات پيل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام