شکایت؛ په ښوونځیو کې کتابونه نه‌شته؛ خو په بازار کې پلورل کېږي

د ښوونځیو زده‌کوونکي او د هغوی کورنۍ په ښوونځیو کې د کتابونو او لوست‌توکیو له نه‌شتوالي شکایت کوي. دوی وايي، خپلو اولادونو ته زیاتره کتابونه له بازاره اخلي.

دغه کورنۍ زیاتوي، د قانون پربنسټ په ښوونځیو کې زده‌کړې د ټولو له‌پاره وړیا دي، خو دوی د ناسم اقتصادي حالت سره ـ سره اړ دي د زده‌کوونکیو اړتیاوې له بازاره پوره کړي.

د یو زده‌کوونکي پلار حمیدالله وايي، نه پوهېږي د هېواد په ښوونیز بهیر کې څه روان دي، د دې پرځای چې په ښوونځیو کې زده‌کوونکیو ته کتابونه ورکړل شي؛ بازار ته عرضه کېږي.

د کابل جوی‌شیر کې د یو کتاب‌پلورځي مسوول نعمت‌الله سلام‌وطندار سره په خبرو کې دا ادعا تاییدوي او وايي، هره ورځ د ښوونځیو له ۲۰ تر ۵۰۰ ټوکو درسي کتابونه خرڅوي.

د پوهنې ریاست د خپرونو رییس کبیر حقمل وایي، هغه مهال چې د وزارت کارکوونکي د دې کتابونو په خپرولو او چاپولو کې لاس ونه‌لري، د نورو له‌پاره د دې کتابونو خپرول ازاد دي.

د پوهنې وزارت د مسوولانو په وینا، د ښوونځیو له ۴۹ میلیونو جلدو نه ډېر کتابونه تر چاپ لاندې دي چې د هغو په خپرولو سره به د زده‌کوونکیو ډېرې ستونزې حل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام