شنونکي: د پاکستان پر پوځي اډې برید په خپله د آی اس آی کار دی

افغان شنونکي وايي، په پېښور کې د پاکستان په پوځې اډې د تېرې ورځې برېد رېښې د دوی په باور، خپله ددغه هېواد د استخباراتو پورې رسيږي.

دوی په دې نظر دي چې پاکستان دملګرو ملتونو د سازمان په ۷۰ مه ناسته کې د افغانستان د خولې بندولو له پاره دا چاره ترسره کړې.

تېره ورځ د پېښور په بډه بیره سیمه کې پر یو پوځي مرکز وسله والو طالبانو برید وکړ، چې په کې ۲۶ پاکستاني پوځيان او ۱۳ برید ګر ووژل شول.

پاکستاني چا رواکو ددې برید په اړه ویلي، چې په افغانستان کې پلان شوی و او دوی په دې اړه له ځان سره اسناد او شواهد لري.

په همدې حال کې افغان حکومت دا تورونه ردوي او ټېنګار کوي، چې د ترهګرۍ پر ضد ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

شنونکي په دې باور دي، چې افغانستان لا په نورو هیوادونو کې د ترهګریزو کړونو ترسره کولو وړتیا په لاس کې نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسحاق اتمر وايي، چې د پیښور په برید کې وسله وال پاکستانیان، پيژند پاڼې، وسلې او مخابرې خپله د پاکستان وې.

اتمرسلام وطندار ته د پاکستان د تورونو په اړه  وویل، چې د دې ډول څرګندونو څخه د اسلام اباد مقصد د امنیتي وضعیت په اړه دخلکو ذهنونه اړول دي.

پخوانی پوځي چارواکی عتیق الله امرخیل په دې باور دی، چې راتلونکو څو ورځوکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه جوړیږ، چې په کې به د افغانستان دامنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کيږي، پاکستان هڅه کوي په افغانستان کې "د پاکستان ترهګریز بریدونو په اړه د نړیوالو ذهنونه بلې خواته واړوي."

امرخیل وايي، ددې له پاره چې افغانستان د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان په خلاف خوله خلاصه نه کړي؛ نو دا ډول پېښه یې رامنځته کړه.

دده په باور" دا قوي احتمال لري چې برید په خپله پاکستان طرح او ترسره کړی وي"

د ولسِ جرګې غړی نقیب الله فایق هم د پاکستان په پوځي اډه برید کې دافغانستان تورنول یوه بې بنسټه ادعا بولي او زیاتوي، چې افغانستان خپله د ترهګرۍ ښکار هیواد دی.

د فایق په خبره، لکه څنګه چې پاکستان کې وسله والې ډلې په افغانستان کې د ورانۍ له پاره فعالې دي او ملاتړ یې کيږي، افغان حکومت کوټلي اسناد او شواهد لري چې ځېنې یې ملګرو ملتونو سره شریک کړي؛ پاکستان دې هم خپل اسناد ملګرو ملتونو ته وسپاري.

بل خوا افغان حکومت د پاکستان برید په اړه د هغه هېواد د چارواکو تورونه په کلکو ټکو رد کړي، چې ګنې د تېرې ورځې برید په افغانستان کې پلان او له دې ځایه کنټرول شوی.

 له ارګ څخه په خپرې شوې خبر پاڼه کې ټينګار شوی، چې د افغانستان خاروه به هیڅکله هم د بل هېواد پرضد ونه کارول شي او نه به چاته له دې خاورې د برید پلان کولو اجازه ورکړل شي.

خبر پاڼه وايي، چې افغانستان په ترهګریزو پيښو کې ډيرې قربانۍ ورکړي او د ترهګرویزو کړنو له قربانیانوسره خواخوږي لري .

افغان حکومت په دې هم ټېنګار کوي، چې ترهګر ښه او بد نه لري نو ځکه د ټولو دوښمن دي او اړینه ده، چې د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان او پاکستان دولتونه یې پر ضد ګډه ریښتني مبارزه وکړي.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني دپاکستاني پوځيانو پر اډې د برید مسولیت پر غاړه اخیستی او زیات شمېر پوځيانو ته دمرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام