په داسې حال کې چې د یوشمېر هېوادونو چارواکو د سولې لویې مشورتي جرګې د جوړېدو او د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه د جرګې د پرېکړې هرکلی وکړ، خو اوس اسټراالیا بیا امریکایي او فرانسوې چارواکو له افغان دولت نه غوښتي چې د دغو۴۰۰ بندیانو په ډله کې دې هغه کسان نه خوشې کوي چې د یادو هېوادونو سرتېري یې وژلي دي.
دغې موضوع د سولې بینالاافغاني خبرواترو لړۍ ټکنۍ کړې ده.
اوس د چارو یوشمېر شنونکي باور لري چې امریکایان او افغان دولت نه غواړي یادې خبرې پیل شي او په وینا یې، که پیل هم شي، باید اوږدې او ټکنۍ شي.
د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور وایي، افغان حکومت د واک د مودې غځولو لپاره نه غواړي دا خبرې ژر پیل شي.
نوموړی وايي، امریکا هم د سولې په بینالافغاني خبرو کې د ځنډ لپاره تيږې ټکوي. خو زیاتوي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي چې د یاد هېواد په را روانو ولسمشري ټاکنو کې د یوې لاسته راوړنې لرلو په موخه له طالبانو سره د سولې خبرې اترې پیل کړې.
فکور زیاتوي، افغان حکومت او امریکا نور هېوادونه هم دې لړۍ ته ورګډ کړل او اوس د دې لپاره چې د سولې بینالافغاني خبرې وځنډېږي، د یوشمېر طالب بندیانو پر نه خوشې کولو ټینګار کېږي.
یو پخوانی طالب چارواکی سیداکبراغا هم باور لري چې ښايي له طالبانو سره د امریکایانو خبرې او لاسلیک شوی هوکړهلیک د امریکایانو یوه لوبه وه.
نوموړی وايي، افغان دولت او امریکا نه غواړي بینالافغاني خبرې پیل شي؛ ځکه په وینا یې، د افغانستان حکومت د واک غځېدل غواړي او امریکا هم د یاد هېواد د ولسمشري ټاکنو ته په تمه ده.
نوموړی وایي، امریکایانو د اروپایي ټولنې هېوادونه له طالبانو سره په خبرو کې ورګډ نه کړل او اوس به هغوی له امریکایانو سره په افغانستان کې سيالي کوي او د سولې خبرې به ځنډنۍ شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي او افغان چارواکو په وار وار سولې ته ژمنتیا ښودلې او د بینالاافغانی خبرواترو پر ژر پیل يې ټینګار کړی دی.
د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱مې کلیزې د مبارکۍ ترڅنګ، یادونه کړې چې د سولې خبرې به ښې پایلې ولري. نوموړي له اړوندو لوریو غوښتي چې ژرترژره د سولې بینالافغاني خبرې اترې پیل کړي.
هڅه مو وکړه چې د هغو هېوادونو په تړاو چې له افغان دولت نه یې د یوشمېر طالب بندیانو د نه خوشې کولو غوښتنه کړې، د بهرنیو چارو او د سولې په چارو کې د دولت وزارتونو ځواب هم ولرو، خو له ډېرو ټیلیفوني اړیکو سره سره ونه توانېدو چې د هغوی ځواب واخلو.