د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې توپاچوونکی شاپور ځدران له فېسبوکپاڼې څخه په ګټه اخېستلو په افغانستان کرېکټ بورډ کې د اصلاحاتو لهپاره د خپلې دومداره مبارزې خبر ورکړ.
نوموړی وایي، د افغانستان په کرېکټ بورډ کې د اصلاحاتو لهپاره د دوی مبارزه یوازې د عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل تر لېرې کولو محدوده نهده او تر بنسټیزو بدلونونو به خپلې هڅي جاري وساتي.
د شاپورځدران په وینا، د کرېکټ بورډ اوسني اجرایوي مشر شفیقالله ستانکزي او په کرېکټ بورډ کې شته فعاله مافیا د ده په شمول د ډېرو تکړه کرېکټ لوبغاړیو حق خوړلی او ظلم یې ورسره کړیدی.
د نوموړي په خبره، شفیق ستانکزي او ورسره مافیا یې د افغانستان کرېکټ ملي اداره له بدبختۍ سره مخ کړېده او نور به د دې ظلم خلاف غلي پاتې نهشي.
ښاغلي ځدران دغه راز د افغان ولسمشر د نوي فرمان مخالفت هم کړیدی چې له مخې یې د کرېکټ بورډ سلاکار عزیزالله فضلي د عاطف مشعل پر ځای نوی مشر شو.
شاپور ځدران ویلي، عزیزالله فضلي د افغانستان کرېکټ بورډ د چارو سمبالولو وړتیا نهلري او په راتګ سره به یې د افغانستان کرېکټ له تباهۍ سره مخ شي.
شاپور زیاته کړېده چې لوبغاړي نه غواړي چې د افغانستان کرېکټ بورډ د سیاست او بدبختۍ ښکار شي او له همدی کبله به په کرېکټ بورډ اداره کې د بنسټیزو اصلاحاتو تر راتګ خپلې مبارزی ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه راز ویلي، دا ـ چې عزیزالله فضلي څرنګه د بورډ مشرۍ ته غوره شو ـ اداره امور کې کومه ډله د چا په خوله د افغانستان کرېکټ بورډ په چارو کې لاسوهنه کوي، دا ټول به ډېر ژر په فېسبوک کې د یوې ژوندۍ ویډیو له لارې شریک کړي.
د عاطف مشعل په مشرۍ په افغان کرېکټ بورډ د ټولنیزو رسنیو د کاروونکیو نیوکې هغه مهال ګرمې شوې کله چې شاپور ځدران، نورعلي ځدران او روښان بارکزي په «افغانکرېکټ پریمیرلیګ» ته د نه غوره کېدو له کبله د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه په سلیقوي چلند تورن کړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف لهخوا د یو فرمان په ترڅ کې د افغانستان کرېکټ بورډ سلاکار عزیز الله فضلي رسماً د شکرالله عاطف مشعل پر ځای د افغانستان کرېکټ بورډ نوی مشر کړیدی چې ډېر به په یاده اداره کې کارکوونکیو ته معرفي شي.