د افغانستان د بیارغونې لهپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش (Special Inspector General for Afghanistan Reconstruction) پهخپل تازه راپور کې ويلي چې د اقتصادي ودې د ثبات لهپاره د ۶۷۵ میليونو ډالرو مرستو ډېره برخه ضايع شوېده.
دغه ۸۲۳ میليونه مرسته شوي ډالر د امريکا د دفاع وزارت د بوديجې نه اخيستل شوي وو او «د کارو بار او ثبات عملیاتو د ماموریت» له لارې په افغانستان کې مصرف شول.
د يادونې وړ ده چې د امريکا د مشرانو جرګې یا کانګرېس په ۲۰۱۱ کال کې د «کارو بار او ثبات د عملیاتو د ماموریت» له لارې د دغو مرستو د مصرف پرېکړه کړې وه چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي مخه ونيسي او د اقتصادي ودې او ټيکاو لهپاره هلې ځلې وکړي.
د سرمفتش جان سوپکو په وينا، دغه ماموريت لهپاره د روښانه تګلارې، د څار او بيا ارزونې نهشتوالی د دی لامل شوی چې په میليونونو ډالر ضایع شي.
راپور کې راغلي چې سرمفتش ته د «کارو بار او ثبات د عملیاتو د ماموریت» لهخوا يوازې د ۶۷۵ میليونو ډالرو مصرف ارزولو امکانات برابر وو او په هغو کې هم دا ماموريت يوازې ۳۱۶ میليونه ډالر په بېلابېلو قراردادونو مصرف کړل او نور۳۵۹ میليونه ډالر يي په اضافي او کومکي مصارفو لګولي دي. جان سوپکو د خپلو موندنو پر بنسټ وايي چې د هغو ۳۱۶ میليونو ډالرو ۷۸ سلنه برخه چې په قراردادونو مصرف شوي؛ بېپايلي او يا نيماي بريا ته رسېدلي.
راپور په ډاګه کوي چې د امريکا د دفاع وزارت لهخوا په افغانستان کې د کارو بار او ثبات د عملیاتو دغه ماموریت لهپاره د يوې روښانې تګلارې نهشتوالي له امله د دې ماموريت او د نړيوالې مرستې امريکايې ادارې او په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو د ماموريت تر منځ جنجالونو او اختلافات هم رامنځته شوي.