سیګار: امریکا په افغانستان کې څو میلیارده ډالر ضایع کړل

سیګار په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي دي چې واشنګټن په افغانستان کې ۵ میلیارده ډالر بې‌ځایه ضایع کړي دي.

د  دغې ادارې په راپور کې راغلي دي چې امریکا د افغانستان ناامنو سیمو د ټیکاوو په هدف میلیاردونه ډالر ولګول خو په دغو سیمو کې یادو هڅو پایله ورکړې نه ده او لا ناامنه شوې دي. د سیګار د موندنو پربنسټ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د امن او ټیکاوو رامنځته کېدو په موخه بنسټیزې پروژې د افغانستان پر شرایطو له پوهېدو پرته عملي شوي دي.

راپور کاږي له دغو پروژ نظارت نه کول، غلاوې او فساد لامل شوي دي چې په جګړه ځپلو سیمو کې د امن رامنځته کېدو پروګرامونه پایله ورنه کړي.

سیګار وايي امریکا له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۱۷ کال پورې تر سخت فشار لاندې وه ترڅو د افغانستان ناامنو ولسوالیو کې ټیکاوو رامنځته کړي او امریکا همدې موخې له‌پاره په چټکۍ سره زیاتې پیسې ولګولې؛ دا سې حال کې چې افغانستان د دومره زیات شمېر پيسو د جذب له‌پاره چمتووالی او ظرفیت نه درلود.

د سیګار رییس جان ساپکو وايي، نظامي عملیاتو سم لاسي خو ناپيداره پایله لرله، په داسې حال کې چې د ټیکاوو پروګرامونه ډېر وخت نیسي. ساپکو وايي، د ټیکاوو ایجادېدو پروګرامونه پېچلي دي او په داومداره توګه باید تمویل، تجهیز او پام ورته وشي.

د راپور پایله ښيي امریکا ونه شو کولی په افغانستان کې ټیکاوو رامنځته کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام