سیلابونو په میدان وردګو ولایت کې ۳۰۰ کورونه نړولي دي

د راپورونو پر بنسټ تېره شپه د مېدان وردګو ولایت په سیداباد، چک، جغتواو نرخ ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له کبله سیلابونه راوتلي دي، چې له امله يې ځايي اوسېدونکو سخت مالي زيانونه اړولي دي.

د مېدان وردګو د والي ویاند عطاالله خوږياڼي سلام وطندار ته وویل، د د غو سیلابونو له کبله په سیداباد او  چک ولسوالیو کې ۳۰۰ کورونه نړیدلي او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې، شنه فصلونه، د اوبو کانالونه او استنادي دیوالونه یې له ځان سره وړي دي.

د والي ویاند زیاتوي، سیلاب ځپلو سیمو ته یو ګډ پلاوی ټاکل شوی او ډیر ژر به سیمي ته بیړني مرستې ورسيږي.

بل لورته د مېدان وردګو ولایت سیلاب ځپلي کورنۍ او ولایتي شورا غړي وایي، چې په دغه ولایت کې د خلکو سلګونه کورونو نړېدو ترڅنګ ګڼ شمیر کسان وژل شوي او لا درکه هم دي.

خو د وژل او ورک شويو اشخاصو کره شمېره تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

هغوی پر مرستندویه موسسو او ادارو غږ  وکړ، چې میدان وردګو ولایت سیلاب ځپلو ته مرستي ورسوي.

دمیدان وردګ ولایت طبعي پيښو پر وړاندې مبارزې اداره وایې،  ولسوالیو ته یې یو ګډ هیت استوي، څو په ډاګه کړي چې څومره کسانو ته د سر او مال زیانونه اوښتي دي او له هغې وروسته به سم دلاسه سیلاب ځپلو کورنیو سره بیړنې مرستې وشي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام