د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې مسوول فرید هوتک سلام وطندار ته وویل، کوربه سپین غر زون کرکټ لوبډلې د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې مس عینک لوبډله په ۶۱ منډو ماته کړه.
د ۶ زونونو منتخبو کرکټ لوبډلو ترمنځ د احمد شاه ابدالي ۴ ورځنۍ کرکټ سیالۍ شاوخوا ۲ میاشتې مخکې په ۳ ولایتونو کې پیل شوې وې.
میلمه میس عینک لوبډله د فرید ملک د غوره بالینګ په وړاندې مات او د ۶۱ منډو په توپیر یې اتلولي وبایلله.
د سپین غر لوبډلې چپ لاسی تېز بالر فرید ملک ۷ لوبغاړي وسوځول او ضمیر خان بیا د ټورنامنټ غوره لوبغاړی اعلان شو.
ضمیر خان چې د افغانستان رنګناهیرات هم بلل کېږي، په ټورنامنټ کې یې په ټولټال ۴۸ وېکټو د فضل نیازي له ۵۳ وېکټو وروسته مخکښ بالر و.
دغه راز نوموړی د خپلې لوبډلې په ګټه د ضرورت په وخت کې غوره بېټېنګ وکړ، چې د یوې سلیزې او ۳ نیمه سلیزو په وسیله په ۵۹۲ منډو لسم مخکښ بېټسمین شو.
په فاینل لوبه کې مس عینک لوبډلې لومړی کوربه لوبډلې سپین غر ته د لومړۍ لوبې کولو بلنه ورکړه، چې دغه لوبډله د فضل نیازي د ۶ وېکټو په اخیستلو په ۲۳۳ منډو وسوځېده.
په ځوابي لومړۍ لوبه کې مس عینک لوبډلې بیا د فرید ملک د ۳ وېکټو په مټ ۲۷۱ منډې جوړې کړې او کوربه لوبډله سپین غر یې ۳۹ منډې پوروړې کړه.
په دویم وار کوربه لوبډله سپین غر یو ځل بیا د فضل نیازي د ۴ وېکټو سره، سره د ۳۰۹ منډو په جوړولو بریالۍ شوه، چې د یوې نیمې ورځې په پرېښودو یې میلمه لوبډلې مس عینک ته د ۲۷۱ منډو هدف ورکړ، چې یاده لوبډله یې په پوره کولو کې ناکامه شوه.
د زونونو ترمنځ په ۴ ورځنیو سیالیو کې هرې لوبډلې فاینل ته د رسېدو په موخه ۱۰ سیالۍ وکړې، چې په پایله کې ناصرجمال احمدزی په ریکارډ یوزرو او ۱۸۴ منډو مخکښ توپوهونکی او فضل نیازی په ۵۳ وېکټو مخکښ بالر وو.
د هوتک پر وینا، د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي په ګډون د کرکټ بورډ یو پلاوی ننګرهار ته تللی او د غوره لوبغاړو له پاره د لا غوړېدو ښه پلانونه په پام کې لري.