د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۱۵ م کال د ښه ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو پای ته له رسېدلو سره سم، د کال غوره لوبغاړي اعلان شول.
د نړیوالی شورا د اعلان له مخې اسټرالوي ټېسټ توپوهونکي سټیفن سمت او هندي ښي لاسي سپېنر توپ اچوونکي روي چندر اشوین روان میلادي کال له نورو لوبغاړو ښې لوبې کړې دي.
دواړه په یو کال کی د هراړخیزو کاکردګیو په ښودلو سره په ګډه، د ۲۰۱۵ م کال د کرکټ د غورو لوبغاړو په توګه اعلان شو.
اوسمهال د کرکټ نړیوالي شورا له خوا د غوره ټېسټ توپوهونکو په ډله کې سټیفن سمېت هم په خپلو لاسته راوړنو سره د لومړي مقام ګټونکی توپوهونکی هم شمېرل کېږي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۵ م کال غوره توپوهونکو په ډله کې د اسټرالوي لوبغاړي وروسته، نیوزیلینډی کین ویلیمسن دویم، انګلستانی جو روټ درېیم، سویلي افریقا ای بي ډي ویلیرز څلورم او اسټرالوی ډېوېډ وارنر بیا په پنځم مقام کې راغلی دی.
همدارنګه هندي روي چندر اشوین له دې کبله د ۲۰۱۵ م کال د غوره لوبغاړي په توګه اعلان شوی دی، چې د روان کال په غوره ټېسټ بالرانو کې یې هم لومړی مقام ګټلی دی.
اشوین د دې مقام د خپلولو له پاره د سویلي افریقا مشهور ښي لاسی تیز توپ اوچوونکی ډېل سټېن دویم مقام ته ښکته کړ.
همدارنګه د ۲۰۱۵ م کال د غورو توپ اچوونکیو په ډله کې د اشوین او ډېل سټېن نه وروسته، انګلستانی سټیورټ براډ درېیم، اوسمهال له کرکټ لوبو څخه ځنډېدلی پاکستانی لیګ سپنر یاسر شاه څلورم او انګلستانی جیمزانډرسن بیا پنځم مقام ته رسېدلی دی.
همدارنګه د ټېسټ لوبو په غوره ال راونډرانو کې بیا هندی روي چندر اشوین لومړی، بنګله دېشی شکېب الحسن دویم، انګلستانی سټیورټ براډ درېیم، د سویلي افریقا ورنون فیلینډر څلورم او هندی روینډر جډي جا بیا په پنځم مقام کې راغلی دی.
دغه راز د روان کال تر پایه سویلي افریقا په ټېسټ کرکټ کې لومړی، هندوستان دویم، اسټرالیا درېیم، پاکستان څلورم او انګلستان بیا پنځم مقام ترلاسه کړی دی.