حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني او کریم خلیلي په یوه ګډه اعلامیه کې له ولسمشر غني غوښتي چې د اوس وخت لپاره دې دولتي ګمارنې وځنډوي.
دوی له عبدالله عبدالله هم غوښتي چې جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ورکړی لس ورځنی مهلت دې وغځوي، په داسې حال کې چې د عبدالله له لوري د جوړ جاړي لپاره ټاکلی لس ورځنی مهلت تېره ورځ پوره شو.
دغه اعلامیه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر فېسبوک پاڼې خپره شوې په کې ویل شوي چې افغانستان کې یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ټولې هڅې په ښه شکل روانې دي؛ خو یو جوړجاړي ته تر رسېدو پورې دې ولسمشر غني هم دولتي ګمارنې وځنډوي.
دغو کسانو هیله ښودلې چې ژر تر ژره د سولې مذاکرات پيل او يو پايلې ته دې ورسېږي تر څو افغانستان کې تلپاتې سوله راشي.
ارګ د دغې اعلامیې په غبرګون وويلافغان ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکيو ۵ ورځو لپاره د خپلې نوې کابینې لپاره د وزیرانو د ګومارنې لړۍ درولې ده.
د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وایي، دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی دی چې د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ډېر فرصت رامنځته شي.