د افغانستان او هند ترمنځ د هوايې دهلیز له پرانېستنې ۱۱ میاشتې وروسته د تازه میوو او سبزیو ځېنې سوداګر لهدې لارې د خپلو توکیو له صادرولو خوشاله نهدي.
دوی سلام وطندار ته وویل چې د دې کار لامل د هوايي دهلیز له لارې د تازه میوو او سبزیو صادراتو کم لېږدول کېدل دي.
محمدفاروق احمدي او حاجي خواني د تازه میوو سوداګر د ځمکې له لارې صادرات د سوداګرو په ګټه ځکه نه بولي چې د دوی توکي په کې کم انتقال مومي.
د دوی په باور، که د قزاقستان، الماتا او هند هوايي دهلیزونو کې که د دوی مېوې وړیا هم انتقال شي؛ دوی پهکې ځکه تاواني کېږي چې د هند په هوايي ډګر کې پرې له هر څه زیات لګښت راځي.
د تازه میوې اوسبزیو ټولنې رییس اخترمحمد احمدي وايي چې هند ته د هوايي دهلیز له لارې صادراتو تراوسه کومه مثبته پایله نهده ورکړې او نوموړی دا لار د هېواد د صادراتو لهپاره ښه بدیل نه بولي.
که څه هم د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان د هوايي دهلیز پرانېستنه د سوداګرو لهپاره ګټوره بولي؛ خو وايي چې لهدې دهلیزونو تازه میوه په زیاته اندازه نه صادرېږي او په همدې اساس سوداګرو ته ګټور نه تمامېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د هوا له لارې سوداګري ښه هڅونه بولي؛ خو زیاتوي چې په ټوله کې د بدیل لارې د ځمکې او یا هم بحر هغه دي چې پهدې اړه باید فکر وشي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال او د تازه میوې او سبزیو صادروونکي د پاکستان له لارې صادرات د هېواد په ګټه بولي او له حکومته غواړي چې لهدې هېواد سره ټرانیزیټي ستونزې ژر تر ژره حل کړي.
خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي د هوايي دهلیز جوړول د سوداګرو په ګټه بولي او وايي چې دا دهلیز د سوداګرو او صادروونکیو په غوښتنه جوړ شوی چې د میوو او سوداګریزو توکیو صادرات يې د سیمې او نورو هېوادونو ته زیات شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند د شمېرو پر بنسټ تراوسه نږدې ۲ زره ټنه تازه میوه د هوايي دهلیزونو له لارې هند او قزاقستان ته صادره شوې.
لهدې ټولو سره ـ سره د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولان وايي چې په تېرو ۹ میاشتو کې د واګه بندر له لارې ۹ زره ټنه تازه میوه هند ته صادره شوې.
د کابل او ډهلي ترمنځ لومړی هوايي دهلیز د ۱۳۹۶ کال په جوزا او دویم د همدې کال په جدي کې د کابل او ممبيي ترمنځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې لهدې وروسته د کابل او قزاقستان الماتا ترمنځ هوايي دهلیز پرانېستل شو او ټاکل شوې چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ هم هوايي دهلیز جوړ شي.