د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالي ولسواله او لومړنۍ ښځینه د دې ولسوالي د امنیت ټینګښت په موخه د امنیتي ځواکونو ترڅنګ، له وسلهوالو طالبانو سره په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي.
سلیمه مزاري لومړنۍ ښځینه ولسواله ده چې د بلخ د چهارکنت ولسوالي لپاره ټاکل شوې او اوس د طالبانو د سختو بریدونو مخنیوي لپاره د جګړې په لومړۍ کرښه کې ورسره جنګېږي.
نوموړې د نورو نظامي قوماندانو په څېر د یادې ولسوالي ولسي پاڅونوالو ته نظامي سلا مشورې ورکوي.
مېرمن مزاري وايي، «ما خپله تراوسه جګړه نه وه لیدلې او هېڅ نه پوهېدم چې جګړه څه ډول ده. د دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ ناهغمږي پیدا شوې او همدا لامل و چې اړ شوم د جګړې سیمې ته ورشم او د خپلو ځواکونو ترڅنګ، له دوښمن سره مبارزه وکړم.»
په چهارکنت ولسوالي کې د طالبانو د تېرې ورځې ډلهییز برید له خلکو ارامي واخېسته. د دې ولسوالي اوسېدونکي په چهارکنت کې د ارامه ژوند په اړه چې په یادې ولسوالي کې و، ډېرې کیسې کوي.
سلیمه مزاري د بلخ ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې لومړنۍ ښځینه ولسواله ده چې لوړې زدهکړې یې په ایران کې کړې دي. هغه ژمنه کوي چې د یادې ولسوالي اوسېدونکیو ته به داسې خدمت کوي چې کیسې یې د راتلونکيو نسلونو لپاره د تاریخ پر پاڼو پاتې شي.
نوموړې وايي، په یاده ولسوالي کې برښنا او نور د کار کولو وسایل نهشته چې په وینا یې خپل لپټاپ او پرېنټر یې له کوره کارځای ته وړي او اوس ترې د رسمي چارو د پر مخ بیولو لپاره ترې کار اخلي.
سلیمه مزاري زیاتوي، که څه هم چهارکنت ولسوالي له مزارشریف نه ۴۰ کیلومتره واټن لري، خو اوسېدونکي یې اوس هم لومړنيو امکاناتو لکه روغتیايي مرکزونو، ښوونځیو، د څښلو اوبو او برښنا ته لاسرسی نهلري.
سلیمه مزاري یو کال وړاندې د لومړنۍ ښځینه ولسوالې په توګه د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالي ولسواله وټاکل شوه.