د سرپل د سنچارک ولسوالي ولسوال او اوسېدونکيو سلاموطندار ته وویل، وسلهوالو طالبانو په تغایخواجه کلي کې لومړی د ولسي پاڅونوالو له ۴۰ ډېر کورونه لوټلي او وروسته یې کورونه هم ویجاړ کړي دي.
د دوی په وینا، اوس په یاده ولسوالي کې د ولید ۳۸ په نوم نظامي عملیات هم ورو روان دي.
د سنچارک ولسوال وايي، د یادې ولسوالي جګړه د طالبانو د بهرنیو سلاکارانو له لوري رهبري کېږي.
ولسوال زیاتوي، د تېرې ورځې په نښتو کې د طالبانو د یوه ولسوال او قوماندان په ګډون، ۱۵ طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
په همدې حال کې د سرپل د والي ویاند ذبېحالله اماني وايي، د ولید ۳۸ عملیات ځکه ورو شوي چې طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه نیولي دي.
سرپل کې د ولید ۳۸ عملیاتو پیل؛ سلګونه کورنۍ بېځایه شوي
طالبانو په سرپل کې د نجونو ۱۳ ښوونځي تړلي
طالبان سرپل کې له خلکو باج اخلي
طالبانو سرپل کې د ولسي پاڅونکوونکو کورونه سوځولي
داعشیانو په سرپل کې د طالبانو د فاتحې په مراسمو ځانمرګی برید کړی
د نوموړي په وینا، د یادې ولسوالي سلګونو بېځایه شویو کورنیو ته د اوسېدو د ځای ترڅنګ، د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم برابرې شوې دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.