سرپل؛ طالبانو په سانچارک ولسوالي کې جلب‌وجذب پیل کړی

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلام‌وطندار ته وویل چې د دغه ولایت په سانچارک ولسوالي کې د طالبانو ډېری جلب‌وجذب د جوماتونو له لارې کېږي.

د نوموړي په وینا، که د طالبانو د جلب‌وجذب مخه و نه نیول شي، دا ډله د خلکو له مجبوریته ناسمه ګټه اخلي او ډېر کسان به خپلو لیکو ته جذب کړي.

خرم زیاتوي، له یوې اوونۍ راهیسې د سانچارک ولسوالي په بېلابېلو برخو کې نښتې سختې شوي او د ولسوالي مرکز له څلورو خواوو طالبانو کلابند کړی دی.

په همدې حال کې د سانچارک ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي چې تازه د دغه ولایت مرکز ته راغلي وايي، طالبانو له ځوانانو غوښتي چې د دولت پروړاندې جهاد لپاره د دوی لیکو ته ورشي.

اړوند مطالب:

د سانچارک ولسوالي یو اوسېدونکی عبدالکریم وايي، طالبان خلکو ته وايي، که ورسره یوځای شي، نه یوازې وسله، بلکې د میاشتې به ۱۰ زره افغانۍ هم ورکړي.

بله‌خوا د سرپل د والي ویاند ذبېح‌الله اماني هم مني چې طالبانو د خلکو په منځ کې د خپلې ډلې لپاره جلب‌وجذب کوي.

خو د طالب ډلې ویاند قاري یوسف احمدي خپلې ډلې ته د ځوانانو د جذب موضوع ردوي او وايي، خلک په خپله خوښه ورسره همکاري کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام