د یوې بلې ورځې کاري مزل، پیل یې د کونړ یوې ولسوالۍ ته په سفر کوو.
خاصکونړ ولسوالۍ کې د افغانپوځ له قرارګاوو نه یو مرکز ته رسېږو او دلته د پوځ ټول مېشت سرتېري د معمول مطابق هر سهار له لمانځه او دیني زدهکړو وروسته، لیکو کې ودرېږي او له هېواده د دفاع لهپاره د وفادارۍ ژمنه کوي.
د رسمي چارو تر خلاصون وروسته د پوځ د ځايي مشر په اجازې، د تور رنګه سترګو او د دنګې ونې لرونکی سرتېری خبرو ته حاضریږي.
د هغه له څېرې او خبرو معلومېږي چې په تمامه معنا یې ځان د وطن چوپړ ته چمتو کړی او د هېواد هوساینې لهپاره لوړې ارادې او هیلې لري.
بریدمل معتبرخاکسار نومېږي، د ننګرهار سرهرود ولسوالۍ کې اوسېږي چې له اره د خوږیاڼو ولسوالۍ دی او تر تم ټولګي یې زدهکړې کړي.
هغه وايي، د پوځ لیکو ته له راتلو مخکې یې پوځي روزنه لیدلې او پنځه کاله یې کونړ کې د مليپوځ لیکو کې دنده کړې چې دې موده کې یې لسګونه عملیات په بریالیتوب سره کړيدي.
بریدمل معتبرخاکسار وویل، د کونړ ناړۍ، څوکۍ، پېجدرې او د نورو ولسوالیو جګړو کې یې په لوړه روحیه د دوښمن پر وړاندې لومړۍ لیکه کې جګړه کړې.
د پوځ دغه سرتېري د جګړو ډګرونو کې ډېرې خوږې او ترخې کیسې هم تجربه کړي: «موږ د وظیفې لهپاره ناړۍ ولسوالۍ ته لاړو، هلته مو درې شپې وکړې. بېرته چې راتلو درې اتیا ټانګونه راسره وو، درې رانه وویشتل، زموږ دوه ملګري پهکې وسوځېدل، طالبان نږدې راغلل، ویل تسلیم شئ، موږ نه تسلیمېدلو، موټرې مو یو بل پسې وتړلې او لوا ته راغلو.»
د افغان ملياردو ډېر سرتېري له ستونزو سره سره خپلو دندو کې خوشاله او په ویاړ د جګړې سنګرونه تاوده ساتي.
بریدمل معتبرخاکسار وايي، ترڅو چې یې بدن کې یو څاڅکی وینه وي؛ پر وطن به ننګ کوي.
هغه د نورو افغانانو په څېرې سولې ته لومړیتوب ورکوي خو وايي، که څوک جنګ کوي، ورته پوره چمتووالی لري.
بریدمل معتبرخاکسار تراوسه واده نهکړی چې د ده په شمول یې کورنۍ ۱۰ غړي لري او پخوا یې اقتصادي حالت چندان ښه نهو؛ خو اوس یې وضعیت کې بدلون راغلی.
د پوځ دغه سرتېري وايي، میاشتني حقونه یې تر یوې کچې د کورنۍ اړتیاووې پوره کولی شي.
بریدمل معتبر خاکسار د پوځي قوماندانانو او د ولسي خلکو له چالچلند خوښ دی او وايي، د عامو خلکو له نیکې رویې سره یې نور هم د افغانستان خاورې او د افغانانو ساتنې روحیه لوړېږي.
دی له خپلې دندې او شته امکاناتو راضي دی او وايي، پوځ کې دنده او د وطن په ننګ جنګېدل یې لېونۍ مینه ده او دا مینه یې په بل څه نه ماتېږي.
د بریدمل معتبرخاکسار سره خبرې هیله بښونکې او خوږې دي. موږ خبرې اوږدوو؛ خو هغه د خپل کنډک مشر له اشارې سره سم اجازه اخلي او روانېږي؛ خو ښکاري چې وطن سره مینه د ده او د هغه همسنګرانو وینه کې په غورځنګ ده.
ورته مطالب: