سبا به عطارد د لمر له مخې تېر شي

سبا دوشنبه د  (می ۹مه)  به د عطارد سیاره د لمر له مخې تېره شي او دغه پېښه به په ټول هېواد کې د ليدلو وړ وي.
البته دغه پېښه په سترګو نه ليدل کېږي، بلکې د تلسکوپي او لمریزو  عینکو په وسیله د ليدلو وړ ده.

د عطارد تېريدل به د کابل پر وخت مازدیګرم هال (۳:۴۰) دقيقې پيل او د ماښام تر (۶:۴۳) پورې به دوام وکړي.

دغه پېښه منجمانو، د نجوم لېوالو او نورو ته یو استثنايي فرصت دی، چې ځان په عملي توګه پوه کړي، چې څنګه یوه سیاره د لمر له مخې تېرېږي.

د کپلر فضايي تلسکوپ په واسطه، چې د سياراتو "ښکارچي" باندې هم مشهور دی، دغه پروسه ښه ليدلی شو.

کله چې دغه تلسکوپ لمر ته مخامخ په دقیق ډول کېښودل شي؛ نو په اتومات ډول د سیارې په ليدلو سره خیره کيږي او ځای پر ځای سياره پيدا کوي.

د کپلر تلسکوپ د دې توان نه لري، چې د ستوري شاوخوا ټولې سیارې پيدا کړي، خو کله چې سیاره د ستوري له مخې تېره شي؛ نو سملاسي يې پيدا کولی شي.

په "ستوري پېژندنې" علم کې د دغه کشف (تېرېدلو) طریقې ته " ترانزیت" وايي.

دغه طریقه د سیارو د کشف له پاره تر ټولو بریالۍ طریقه بلل شوې او همدارنګه تر اوسه د کپلر فضايي تلسکوپ توانېدلی، چې د ترانزیت طریقې په وسیله په زرګونې سیارې کشف کړي.

لمر ته دوه نږدې سیارې " عطارد او زهره " کله ـ کله د لمر او ځمکې ترمنځ په یو مستقیم خط کې واقع کېږي او موږ کولی شو، چې لمر ته په مستقیم ډول کتلو وروسته، د دغو دوو سیارو تېرېدل هم ووینو.

له دې امله، چې د عطارد، ځمکې او زهرې د ګرځېدو سرعت یو له بل سره فرق کوي؛ زموږ د لیدو له خطه د عطارد او زهرې تېرېدل ډېر کم واقع کېږي.

د بېلګې په توګه د زهرې سیارې تېرېدل زموږ د لیدو زاويې څخه په هرو سلو کلونو کې دوه ځلې واقع کېږي.

خو عطارد په هرو سلو کلونو کې  ۱۳ او کله هم ۱۴ ځلې د ځمکې او لمر ترمنځ په یو خط کې ځای نیسي.

د وروستي ځل له پاره په ۱۳۹۰م لمریز کال کې زهره د لمر له مخې تېره شوه او موږ په کابل کې د دغې پېښې شاهد و.

زیات خلک د دغې پېښې څخه خبر نه وو او له دې وروسته که څوک وغواړي د لمر له مخې د دې سیارې د تېرېدو پېښه وګوري؛ نو باید تر ۱۴۹۶ م لمریز کاله پورې (۱۰۱ کال) انتظار وباسي.

عطارد هغه سیاره ده، چې له نورو سیارو څخه لمر ته نژدې دوران کوي، زموږ په نظر تل د لمر ترڅنګ وي او فقط موږ دغه سیاره هغه وخت کتلی شو، چې لمر پرېوتی وي او یا بېرته نه وي راختلی.

عطارد ته د تیز تګ له امله د پخوانیو یونیانو ویلي وو: "زهره خدایانو تېزې پښې لري او ته تر ټولو ژر پېغام رسوونکی" لقب ورکړی و.

عطارد په یوه ثانیه کې ۴۷،۸ کیلومتر د لمر شاوخوا څرخېږي، چې په شمسي نظام کې تر ټولو تېز ستوری بلل کېږي.

د عطارد مدار بیضوي شکل لري، چې لمر ته په تر ټولو نږدې فاصله کې ۴۷ میلیونه کیلومټره او تر ټولو لرې حالت کې ۷۰ میلیونه کیلومتر فاصله لري.

په تېرو زمانو کې ستوري پېژندونکي فکر کولو، حتمن یوه بله سیاره د عطارد مخې ته د لمر شاوخوا څرخېږي، نو د دوی په وینا، ځکه پر عطارد باندې يې اغېز کړی او شکل يې بیضوي (هګي ته ورته) شوی او په فرضي ډول دغې سیارې ته يې د (ولکان ـ اتشفشان) نوم ايښی و.

ځکه که هر ستوری د لمر سره دومره نږدې واقع وي؛ حتمن به اورغورځوونکی خاصیت لري.

له بل لوري د عطارد تګ د نیوټن له جاذبې له مډل سره جوړ نه راځي او دغه د فزیک پوهانو او ستوري پېژندونکیو له پاره په يو سرخوږی بدل شوی دی.

د زیاتو هڅو او څېړنو په نتیجه کې د لمر ترڅنګ د ولکان هېڅ اثر لاس ته را نه غی، تر هغې چې په شلمه پېړۍ کې انشتېن د جاذبه قوه بیا تعریف کړه او په عطارد کې یې د وتلي شکل په اړه توضیح ورکړه او هغه وخت نو بیا د فرضي سیارې د فکر کولو له پاره هېڅ ضرورت احساس نه شو.

اوس موږ پوهېږو، چې د ولکان په نوم هېڅ سیاره وجود نه لري او لمر ته تر ټولو نږدې سیاره عطارد دی.

عطارد یوه وچه او مړه نړۍ ده، چې ۴۸۸۰ کیلومتره قطر لري او هر ۸۸ ورځې وروسته د خورشيد شاوخوا څرخيږي.

د عطارد یو کال د ځمکې له ۸۸ ورځو سره برابره ده، خو له دې امله چې دغه سیاره لمر سره ډېره زیاته لنډه ده، نو په خپل مدار کې قفل شوی او په خپل شاوخوا کې ډېر کم څرخېږي، نو په همدې ډول په عطارد کې یوه شپه او ورځ د ځمکې له ۵۸ ورځو سره برابره ده.

موږ غواړو د ۱۱ اینچه تلسکوپ په واسطه په مجهز ډول د لمر د فلتر او د دغه سیارې د ځای پېدا کولو له پاره په معرفت لېسه کې سره ټول شو.

د زیات جذابیت له پاره موږ تلسکوپ یو نمایشي صفحې سره وصلوو، چې په یو وخت کې زیات شاګردان و توانېږي، چې د عطارد تېردا پروسه وګوري.

همدارنګه لمریز مخصوص عینکې به هم پر ځېنو شاګردانو ووېشو.

ټولې سیارې په یوه محدوده کې د ۱۸ درجو په اندازه د لمر شاوخوا څرخېږي، چې دغه محدوده د " البروج دایرې" یا د سیاراتو د دایرې په نوم يادېږي.

دغه محدوده د خورشید له استوا سره په یوځای کې وي؛ یانی له لمر استوا څخه ۸ درجې پورته او استوا څخه ۸ درجې ښکته.

سیارې په څو محدودو کې د خورشید شاوخوا څرخېږي او له همدې اړه تل د یو بل په مقابل کې واقع کېږي.

سبا  به د لمر خاته نه تر لمر پریوتو پورې د لمر مخې نه د عطارد تېرېدل د ليدو وړ وي.

باید پرته له عینکو او لمریز فلتري وسایلو لمر مخې ته و نه کتل شي، ځکه دا کتل به ستاسو د سترګې شبکيې ته ضرر ورسوي او د لنډې مودې له پاره د ړوندېدو لامل شي.

د تلسکوپ په واسطه کتلو له پاره د لمر له مخصوصو فلترونو کار واخیستل شي.

د عطارد بل تګ به په ۱۳۹۸ م لمریز کال کې پېښ شي.

د یو روښانه ستوري له مخې د یوې تورتمې سیارې تېرېدل به موږ ته وښيي، چې د ستورو په چاپېر د سیارو ګرځېدل څومره ستونزمن دی.

عطارد هغه سیاره ده، چې تل لمر ته نږدې قرار لري، خو د لمر زیات نور له امله د ورځې له خوا نه ليدل کيږي.

د شپې له خوا کله، چې سیارو ته ګورۍ، نو پوه شئ چې عطارد او نورې زیاتې ځمکې د دغو ستورو شاوخوا د ګرځېدو په حال کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام