په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کورنیلیوس زمرمن له سلاموطندار سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت د افغان سولې پروسې له بریا سره تړلی دی.
د نوموړي په وینا، لومړی باید په افغانستان کې د سولې روانه پروسه بریالۍ او وروسته د دې پروسې د هوکړهلیک عملي کېدو لپاره پر تضمین بحث وشي چې نړېواله ټولنه پهکې اغېزناک رول لوبولای شي.
زمرمن زیاتوي، تراوسه ورته په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر کمولو امر نهدی شوی. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو د تایید ترڅنګ ټینګار وکړ چې ناټو هم د افغان سولې لپاره د اسانتیاوو برابرولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي د افغان سولې پروسې په برخه کې د ولسمشر محمداشرف غني زړورتیا او ځیرکتیا وستایله او زیاته یې کړه چې نوموړي په پوره جرات طالبانو له قید او شرط پرته د سولې خبرو اترو وړاندیز کړی او دغه راز یې ورسره اوربند هم وکړ چې دا د افغانانو لپاره یو تاریخي اقدام و.
کورنیلیوس زمرمن د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅو ته په اشارې وویل چې نوموړی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه نه، بلکې د افغان سولې بریا لپاره کار کوي.
ناټو: د سولې تر بریا له افغان ځواکونو سره همکاري کوو
ناټو: تر اوسه له افغانستانه د وتلو پرېکړه نهده شوې
ناټو: د بهرنیو ځواکونو د وتلو قیمت په افغانستان کې له پاتې کېدلو ډېر دی
د ناټو ملکي استازی د افغان سولې بریا په دې پروسه کې د ټولو خواوو له موجودیت او رول سره تړلې بولي او تر څنګ یې پر افغانانو غږ کوي چې په دې پروسه کې ونډه واخلي او د بریا لپاره یې په ګډه کار وکړي چې په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
نوموړي د افغان سولې پروسې برخه کې د پاکستان د رول په اړه وویل، ګاونډي هېوادونه باید پوه شي چې یو باثباته افغانستان د دوی په ګټه دی.
د زمرمن په وینا، د افغانستان ډېره برخه نفوس ځوانان جوړوي او له جغرافیوي اړخه په ښه موقعیت دی؛ نو د پاکستان ښې اړیکې د اسلاماباد په ګټه دي او د دواړو هېوادونو اړیکې هم د افغانستان په ثبات پورې تړلې دي.
نوموړی زیاتوي، پاکستان له طالبانو سره اړیکې لري او موږ غواړو چې د اسلاماباد اړیکې باید د افغان سولې پروسې په برخه کې وکارول شي. زمرمن وايي، طالبانو ته یې په ډاګه کړې چې د سولې مېز ته له حاضرېدو پرته بله لار نه لري او د افغانستان شخړه هم په نظامي لارو چارو نه هوارېږي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د افغان ځواکونو د مرګژوبلې ډېرېدو ته په اشارې وویل، د یادو ځواکونو د ښې روزنې او پیاوړتیا ترڅنګ، د کومانډو او هوايي ځواکونو ډېرېدل به د ځواکونو د مرګژوبلې کچه را ټیټه کړي.