زلمی خليلزاد او افغان سیاستوالو سره د ټاکنو د پایلو او د سولې په اړه خبرې اترې

سره له دې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلانه شاوخوا یوه اوونۍ تېرېږي؛ خو لا یې هم لانجې پرځای پاتې دي.

د دې ترڅنګ ټاکل شوې ۵ ورځې وروسته د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي او ورپسې به بین‌الاافغاني خبرې پیل شي.

خو دې برخه کې د سیاستوالو د اختلاف له کبله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو شمېر افغان لوريو سره لیده کاته پیل کړي، ترڅو د تاوتریخوالي د کمولو او د ټاکنو پایلو په تړاو د را ولاړو شويو لانجو پرسر ورسره خبرې وکړي.

خلیلزاد تر دامهاله ولسمشر محمد اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او ځینو نورو سره لیدلي دي.

د جنبش ګوند ویاند بشیراحمد تینج سره له دې چې د خلیلزاد او عبدالرشید دوستم د لیدنې جزیاتو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې دواړو خواوو د تاوتریخوالي د کمېدو او د ټاکنو د لانجو په اړه خبرې کړې دي.

داسی هم ویل کېږي چې زلمي خلیلزاد له افغان سیاستوالو غوښتي چې له اختلافاتو لاس واخلي او د سولې او د ټاکنو د لانجو د حل لپاره هڅې وکړي.

په همدی حال کې د حزب اسلامی ګوند ویاند فضل‌غني حقمل سلاموطندار ته وویل، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ ګلبدین حکمتیار سره هم لیدلي دي.

د هغه په وینا، حکمتیار زلمي خلیلزاد ته ویلي چې د ټاکنو اعلان شوې پايلې او د موازي حکومت جوړول ورته د منلو نه دي او د یوه نوي حکومت په رامنځ ته کېدو سره دې له سره ټاکنی وشي.

نوموړی وايي، د سولې په اړه دې د مخکښو ټاکنیزو ټیمونو او د ولسمشرۍ نوماندانو شورا ترمنځ ناسته وشي، څو د ټاکنو لپاره ګډه طرحه جوړه کړي او د بینالاافغاني خبرو لپاره دې پلاوي وټاکي.

د یادونې ده چې د تاوتریخوالي کمولو او د ټاکنو د پایلو په اړه افغان سیاستوالو سره د خلیلزاد لیدنې دوام لري، خو تراوسه یې کومې پايلې نه لیدل کېږي او د ثبات او همپالنې ټیم لا هم یو شمېر ولایتونو کې والیان ګماري.

داسی هم ویل کېږي چې ښايي د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې له مراسمو وړاندې عبدالله عبدالله هم د لوړې مراسم ترسره کړي.

دې سره ارګ یوه اعلامیه کې وايي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني سره جلا جلا لیدنو کې د روان وضعیت، د ټاکنو او د سولې پروسې په اړه خبرې کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام