په مشرانو جرګه کې د شکايتونو اوريدو کمېسيون مشر زلمی زابلي وايي، چې له دې وړاندې د ننګرهار ولایت امنيتي وضعیت په اړه ناسم راپورونه دوی ته ورکړل شوي وو.
هغه وايي، هغه تصویرونه چې د ننګرهار د امنیتي وضعیت په اړه مرکز ته ورکړل شوي وو، ناسم وو او دلته حالات په هغه شان نه دي لکه هلته چې ویل کیږي.
د ننګرهار ولایت په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې کابو له تېرو څلورو میاشتو راهیسې امنیتي وضعیت ګډوډ دی او د ملکي خلکو ژوند تریخ شوی دی.
د شینوارو قوم په یو شمېر ولسوالیو، د خوږیاڼو ولسوالۍ په ځينو سیمو او چپرهار ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ اخ ډب روان دی چې وخت ناوخت يې ملکي وګړي قرباني کیږي.
د همدې وضعت د څېړلو په موخه ننګرهار ولایت ته د مشرانو جرګې د شکایتو کمېسیون رییس ډاکتر زلمی زابلي په مشرۍ یو پلاوی راغلی و، خو دا پلاوی خپلو کې دوه نظرونه لرل.
د پلاوي مشر ډاکټر زابلي تېره ورځ رسنیو ته ویلي وو، چې د ننګرهار امنيتي وضعیت په اړه دوی ته ناسم راپورونه ورکول شوي.
د نوموړي په خبره ډېرو خلکو ورته په دواړو جرګو کې د خپلو استازو نه شکایت وکړ چې د ننګرهار په چارو کې لاس وهي او وضعت د خپلو موخو لپاره ګډوډ ښکاره کوي، خو نوموړي د چا نوم وانه خیست.
خو بل پلو بیا د همدې پلاوي بل غړی حاجي لطف الله بابا په خپلو خبرو کې وویل، سره ددې چې امنیتي ځواکونه د ښه امنیتي وضعت ډاډ ورکوي، خو داسې نه ده او حالت خراب دی.
هغه د ننګرهار، اچین، نیازیان او غني خېلو ولسوالۍ يادې کړې، چې په امنيتي وضعیت ښه نه دی.
نوموړی وايي، په دغو سیمو کې د ولسي خلکو ژوند تر تهدید لاندې دی او د دولت حاکمیت دا مانا نه لري، چې یوازې د ولسوالۍ تر انکړه پورې وي.
لطف الله بابا په مرکزي دولت ته هم د نیوکې ګوته ونیوله ، چې ننګرهار سره د مور او میرې چلند کوي او د امنیتي ځواکونو تشکیل يې ورته کم ورکړی دی.
بل پلو په ننګرهار ولایت کې یو شمېر عام خلک او د مدني ټولنو استازي وايي، چې د ننګرهار امنیتي وضعیت د دغه ولایت په شاهي ماڼۍ کې نه څېړل کیږي.
عبدالبصیر سباوون د مثبت بدلون ټولنې مشر دی، نوموړي سلام وطندار ته وویل، د امنيتي وضعیت د څېړلو له پاره باید له ولسوالیو مشران و غوښتل شي.
نوموړی وايي، همدا اوس د ننګرهار ولایت یو شمېر ولسوالۍ د دولت له ولکې وتلې دي او هلته عملاً جنګ روان دی.
خلک او مدني فعالان د دغسو پلاوو راتلل یوازې یو نمایشي کار یادوي، چې په موټرو یا الوتکو کې راشي او په شاهي ماڼۍ کې له چارواکو سره وګوري او بېرته لاړ شي.
راغلي پلاوي دا هم ویلي دي چې دوی به له اختره وروسته یو ځل بیا راځي او دلته به له بېلا بېلو، ډلو مشرانوو ځوانانو او مدني فعالانو سره ناستې کوي او په روان حالت به ورسره خبرې اترې کوي.