د انګلستان (ډیلي میلز) ورځپاڼې د راپور له مخې، د روسي هیواد ۲ لامبو وهوونکو ولادیمیرموروزوف او نیکیتا په المپیک سیالیو کې د لوبیدو بندیز خلاف عریضه وکړه.
دواړو لومړي لوبغاړي شول، چې د المپیک نړیوالې شورا او د لامبو وهنې نړیوال فدراسیون خلاف خپله عریضه دبرازیل په (ریو) ښار کې د لوبغاړو د ستونزو اوریدو او شخړو ختمولو لپاره یوې جوړې شوې محکمې ته وړاندې کړه او ترې غوښتي، چې دوی ته په المپیک سیالیو کې د لوبیدو اجازه ورکړي.
ولادیمیرموزوروف، چې د انګلستان په کوربتوب له ۲۰۱۲ م ز کال المپیک سیالیو څخه یې د (برونز) مډال ګټلې وو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که ورسره انصاف وشي، نو په المپیک کې لوبیدلی شي.
د نیکیتا او ولادیمیر ترڅنګ داریا اوسټینووا هغه ۳ روسي لامبوو وهوونکی وو، چې د غیر قانوني قوي درملو کارولو له کبله یې د (ریچرډ میکلارن) په راپور کې یې نومونه راغلي وو او له همدې کبله د لامبو وهنې نړیوال فدراسیون له خوا په المپیک سیالیو کې له بندیز سره مخ شول.
په زیات شمیر روسیي لوبغاړو دا تور دی، چې المپیک نړیوالو سیالیو ته یې د ښه تیاریو په موخه له غیرقانوني درملو څخه کار اخیستی دی.
د اوسنیو ۳ لامبو وهوونکو لوبغاړو وړاندې ۴ نور روسي لامبو وهوونکي هغه مهال له المپیک سیالیو پاتې شول، چې د قوي درملو کارولو له کبله په ازموینه کې پاتې راغلي وو.
د المپیک نړیوالې شورا داجرایوې کمیټې د پریکړې له مخې، ټول هغه روسیي لوبغاړي چې د (میکلارن) په راپور کې یې نومونه نه دي اعلان شوي باید المپیک سیالیو کې لوبیدو ته ومنل شي.
په همدې حال کې د روسیې د سپورټ وزیر ویټالي موټکورسنیو په خبرو کې ویلي، دوی به په برازیل کې جوړې شوې محکمې ته د دوی په (وزن اوچتونې) لوبډلې هم د ټولیزبندیزخلاف عریضه وکړي.
ټاکل شویې ده دروان کال سترې المپیک سیالۍ د نړۍ د زرګونه لوبغاړو ترمینځ د اګست میاشتې په ۵ مه نیټه د برازیل په (ریو) ښار کې پیل شي، چې په کې د افغانستان څخه هم ۲ داټلاټیک او ۱ د جودو لوبغاړی په افتخاري توګه ګډون لري.