روسان د ډاکټرانو په نوم په افغانستان کې د طالبانو په ګټه ازاد فعالیت کوي

د ارزوګان ولایت لوړ پوړي امنیتي چارواکي وايي، چې د دوی د کره او موثقو اطلاعاتو پر بنسټ هلته روسان د ډاکټرانو په جامه کې د وسله‌والو طالبانو ملاتړ کوي.

همدارنګه دوی وايي، چې د کشفي او استخباراتي مالوماتو له مخې یوه ۱۱ کسیزه ډله روسان، چې دوه ښځې هم په‌کې دي د مرکز ترینکوټ او ګیزاب ولسوالۍ په سرخاب سیمه کې لیدل شوي دي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري نن چهارشنې سلام وطندار ته وویل، چې دغه کسان له یوه ژباړن سره په لومړي ځل د ډاکترانو په جامه کې لیدل شوي، چی  څلورو طالبانو يې ساتنه کوله.

د سنګري پروینا، په دې اړه يې لوړ پوړو افغان چارواکو او په اروزګان ولایت کې پرتو امریکايي ځواکونو ته خبر ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دا پټه خبره نه ده او د سیمې خلک هم په خبر دي.

د اروزګان امنیه قوماندان زیاتوي، د لاس ته ورغلو مالوماتو له مخې یاده ډله د وسله‌والو طالبانو لپاره د خلکو په جلب او جذب، روزنه، ماین ايښودلو او ځینې نورو کارونو بوخته ده.

د اروزګان مدني فعالان او روڼ اندي په دغه ولایت کې د دولت خلاف د روسانو فعالیتونو اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، په دې اړه دولت ته په کار ده، چې کلک غبرګون وښيي.

په اروزګان کې مدني فعاله انوشه وايي، که روزګان کې روسان عملاً مداخله کوي دا دوی له‌پاره د تشویش وړ خبره ده.

ځکه پر خبره يې، دا نه یوازې د روزګان مرکز ترینکوټ، بلکې نږدې ولایتونه لکه زابل، کندهار، هلمند، دایکنډي او نور له امنیتي ګواښ سره مخ کیدی شي.

خو د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب بیا سلام‌وطندار ته وویل، دا یوازې اوازې دي او دا اوازې تر دوی پورې هم ور رسېدلې دي، خو پر وینا يې کره اسناد له‌دوی سره نشته.

نایاب زیاته کړه، تراوسه په‌دې اړه کره مالومات نه دي ورته رسېدلي، خو څیړني يې پيل کړي او که چېري مالومات په لاس ورشي، له ځنډ پرته به یې له دولت او رسنیو سره شریک  کړي.

اروزګان د افغانستان مرکزي ولایت دی، چې له تیر یو کال راهیسې ناامنیو پر سراخیستی او طالبان ان د ولایت مرکز ځینو سیمو کې هم کله نا کله له دولتي ځواکونو سره په جګړو کې ښکېليږي.

د مرکز ترینکوټ او شاوخوا ولسوالیو سلګونو کورنیو د ناامنیو له امله خپل کورونه پرې ایښې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام