رحیمي: روسیه دې له وسله‌والو سره د افغان حکومت په هم‌غږۍ مذاکرات وکړي

د اجرایه ریاست ویاند: مجیب رحیمي

د افغان حکومت اجرایه ریاست وايي، که روسیه او بل هر هېواد غواړي د وسله‌والو مخالفینو په ځانګړي ډول طالبانو سره خبرې اترې وکړي، نو باید د افغان حکومت سره په پوره هم‌غږۍ يې مخ ته بوځي.

د یاد ریاست ویاند زیاته کړه، چې حکومت په مشروط ډول د سولې هر ډول خبرو ته پوره چمتووالی لري.

د ۵ شنبې په ورځ کابل کې د اجرایه ریاست ویاند مجیب رحیمي د پورته ویناوو د څرګندولو ترڅنګ دا هم وویل، چې افغان‌ حکومت د ټولو مخالفو ډلو له‌پاره د سولې دروازې پرانستي دي.

رحیمي زیاته کړه، چې حکومت د افغان سولې په اړه له مخالفو وسله‌والو ډلو سره د ګاونډیو هیوادونو خبرې اترې پرځای بولي، خو اساسي شرط ورته دا ږدي، چې باید دا شان اړيکې او مذاکرات افغان مشرانو سره په سلا مشورو ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په‌دې وروستیو کې د نړېوالو او داخلي چارواکو له‌خوا پر روسیې هېواد تور پورې شوی، چې په مستقیم ډول وسله‌والو طالبانو ته په افغانستان کې د جګړې تود ساتلو په موخه وسلې ورکوي.

څه موده وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د ناټو د وزیرانو په عمومي غونډه کې له روسیې غوښتنه وکړه، چې باید د افغانستان په داخلي چارو کې له لاسوهنو ډډه وکړي، خو مسکو بیا ناټو په افغانستان کې ناکام بللی دی.

د افغانستان له‌پاره د روسیې ځانګړی استازی : ضمیر کابلوف 

که څه هم د افغانستان  له‌پاره د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم اقرار کړی و، چې دوی د وسله‌والو طالبانو سره اړيکې لري او دا یې یو معمول امر بللی و، خو روسي چارواکي بیا په افغانستان کې د طالبانو د تمویل او تجهیز تور په کراتو رد کړی دی.

له بل لوري څه موده وړاندې په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال هم منلې وه، چې دوی د خپلو سیاسي نمایندګیو د امنیت ټینګښت په موخه له وسله‌والو طالبانو سره په اړیکه کې دي.

ده دا هم ویلي و، چې دوی د  آمریکا، بریتانیا، المان، ایټالیا، ایران، پاکستان، چین و  او قطر هېوادونو په شان له وسله‌والو طالبانو سره اړيکې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام