د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه شورا نن (شنبه می ۲۸مه) د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ګوند د ټولو غړو د بېرته یوځای کېدو خبر ورکړ.
غونډې ته د جمعیت اسلامي رییس او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل، چې د دغه ګوند کنګره به په کابل کې جوړه او د دغه ګوند نوي جوړښت په اړه به پرېکړه وکړي.
رباني غونډې ته وویل، چې د جمعیت اسلامي او د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم پلویانو ترمنځ د نښتو په اړه هم اندیښمن دی او دغه ګوند سوله ییزو خبرو ته دعوتوي.
صلاح الدین رباني د ملي یووالي له حکومته غواړي، چې په فاریاب کې د جنبش کسانو په لاس د جمعیت اسلامي غړو وژل کېدو موضوع وڅېړي او د پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي.
دغه راز، رباني د چارواکو کړو ژمنو پر نه عملي کېدو نیوکه کوي او وایي، چې د ملي یووالي حکومت مشرانو پر خپلو سیاسي هوکړې عمل نه دی کړی.
رباني د لویې جرګې نه جوړېدو، د اساسي قانون نه تعدیل، د لومړي وزیر څوکۍ نه جوړېدل، په ټاکنیزو بنسټونو کې د سمون نه راوستل او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نه ترسره کېدو ته په اشارې سره وایي، چې د جمعیت ګوند هم د ملي یووالي حکومت د واک ونډه وال په توګه د حکومت د دې ژمنو نه عملي کېدو مسوول دی.
دغه راز، د اسلامي جمعیت مشرتابه په هېواد کې د سولې له بهیره ملاتړ اعلان کړ.
که څه هم رباني د جمعیت اسلامي پخواني سیال، ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامي سره د سولې په اړه له زیاتو خبرو پرته دومره وویل، چې دوی د سولې له بهیر سره د وسله والو مخالفینو یوځای کېدل ستایي او هغه وسله وال چې له وسله وال فعالیته لاس واخلي کولی، شي سیاسي فعالیت وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د حراست او ثبات شورا رییس عبدالرب رسول سیاف غونډه کې حکومت ته خبرداری ورکړ، چې د دوی زړه سوی، دې کمزوري نه بولي او داسې دې نه ګڼي چې مجاهدین يي څنډې ته کړي دي.
د پخوانیومجاهدينو دغه مشر وايي، که د دوی د زړه سوي مسله نه وي اوسنی حکومت به هم له څنډې او هم له دننه ګوښه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان اوس ټولې نړۍ ته د ترهګرو د ملاتړي په توګه رسوا شوی.
استاد سیاف پر طالبان غږ وکړ، چې پاکستان ته یې د غلامۍ پایله ولیده او باید د سولې له پروسې سره یوځای شي.