د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه راپور کې ویلي، د اختر په درې ورځو کې د اوربند له اعلان سره سره ملکیان د نښتو قربانیان وو. د دغه کمېسیون موندنې ښيي چې په منځنۍ کچه د ورځې ۳۸ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په دغه راپور کې چې نن خپور شو، لیکل شوي چې هېواد د اختر په ورځو کې د ۷ امنیتي پېښو شاهد و چې ۳۲ کسان پهکې ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول.
د راپور له مخې، د زمري میاشتې په نهمه د لوګر په مرکز پلعلم کې پر یوې نظامي پوستې موټربم برید کې ۴ کسان ووژل شول او ۵۷ نور ټپیان شول.
د دغه راپور پر بنسټ، د ناپېژنده وسلهوالو له لوري د هرات ښار په دولسمه ناحیه کې د یوه نارنجک اچولو له کبله ۱۵ ملکیان ټپیان شول.
په راپور کې دغه راز لیکل شوي چې د روزګان ولایت د هراوود ولسوالي په «یکهوریه» سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسان ووژل.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، د دولت وسلهوالو مخالفانو د زمري په یوولسمه په غزني کې د عصمتالله سلام په نوم یو کس له موټره ښکته کړی او وژلی دی.
دغه راز د ننګرهار پر زندان د وسلهوالو په برید کې چې د زمري په دولسمه وشو، د امنیتي ځواکونو په ګډون، نږدې ۲۰ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغه راپور په یوه برخه کې لیکلي چې د لوګر ولایت د برکيبرک ولسوالي له سنګ مرمر پوستې نه د ملي ځواکونو په ډزو کې دوه ملکیان وژل شوي دي. کمېسیون ویلي چې پر دې پېښې یې څېړنې پیل کړې دي.
راپور ښيي چې د لوګر د پلعلم په پوزهنیازي سیمه کې د ولسي پاڅونوالو په ډزو کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
کمېسیون زیاته کړې چې د زمري په نهمه د کندهار په سپینبولدک ولسوالي کې د پاکستان په راکېټي بریدونو کې ۱۰۴ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.