د ۴۲ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۸ کارېزونو بیارغونه

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت نن ورځ د خبري غونډې پرمهال د ۴۲ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۸ پراختیايي پروژې له پراختیايي شوراګانو سره لاس لیک کړې.

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون آژند سلام‌وطندار ته وویل، دغه پروژې کابل، ننګرهار، کندهار، کونړ او هرات ولایتونو کې د پراختیايي شوراګانو له لوري پلې کېږي.

ښاغلی اژند زیاتوي، د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د عمومي سروې پر بنسټ دامهال د هېواد په کچه ۳۴۰۰ کارېزونه وران شوي دي.

د دغه وزارت مسوولان وايي، ننیو لاسلیک شویو پروژو کې د ۱۸ کارېزونو بیارغولو ته ځای ورکړل شوی دی چې د ولایتونو پراختیايي شوراګانو له لوري به رغول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام