د ۲۲۲ قطعې عملیاتو په غبرګون؛ د کابل ـ شمال لارې تړل کېدل

د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ رباط سیمه کې د پولیسو ۲۲۲ قطعې ځواکونو له‌خوا د تېرې شپې په عملیاتو کې یوه ۶۵ کلنه ښځه وژل شوې او دوه زامن یې نیول شوي دي.

په غبرګون یې نن له غرمې وروسته د دغه کلي سلګونو اوسېدونکیو د چاریکارو ښار په مقاومت څلور لاره کې اعتراض کړی و او د نیول شویو کسانو راخوشې کولو غوښتنه یې وکړه.

د نیول شویو کسانو پلار میر ملک وايي، زامنو یې په یوې خصوصي کمپنۍ کې کار کولو او له هېڅ کوم حزب او خوځښت سره یې اړیکې نه لرلې.

لاریونوالو د امنیتي ځواکونو دغه عملیات خپلسري او نه همغږي شوي بولي. وايي، چې امنیتي ځواکونو له رسمي جواز درلودو او د عدلي او قضايي بنسټونو له حضور پرته د رباط سیمې په کورونو عملیات کړي دي.

لاریونوالو د کابل ـ شمال لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړلې او وايي، تر هغوی غوښتنو ته قانع کوونکی ځواب نه وي ورکړل شوي لویه لار به تړلي وي.

د پروان سیمه‌ییزو چارواکیو په خپل استازیتوب د ولایتي شورا رییس غلام بهاوالدین جیلاني لاریونوالو ته د پوښتنې او ځواب اورېدو په موخه ورلېږلی و.

ښاغلي جیلاني لاریونوالو ته وویل، نیول شوي کسان به تر نن ماښام پورې را خوشې او موضوع به د پروان ادارې او د کورنیو چارو وزارت له لوري په جدیت وڅېړل شي.

که څه هم د ولایتي شورا مشر له لاریونوالو وغوښتل خپل استازي د خبرو له‌پاره ولایت مقام ته واستوي او لاره خوشې کړي خو اعتراض کوونکیو د دغې غوښتې په ردولو سره د اعتراضونو په دوام ټينګار وکړ.

له دې ټولو سربېره، امنیتي سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وايي، دغه عملیات د پروان امنیتي بنسټونو سره له همغږۍ پرته شوي او د دغې کورنۍ د دوو زامنو له نیول کېدو سربېره امنیتي ځواکونو څلور میله کلاشینکوفونه او دوه میله تمانچې هم ترلاسه کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام