د ۲۰ سلنه افغان کوچنیانو د مړينې لامل د واکسینو نه کول دي

د افغانستان له پاره د روغتیا نړیوالې ادارې استازې ډاکترې ایمان په خپلو خبرو کې وویل، راټولې شوې شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې ۲۰ سلنه له پنځو کلونو کم عمره هغه ماشومان مري، چې د واکسین د تطبیق وړ وي، خو نه یې واکسينوي.

اغلې ایمان زیاته کړه، چې په نړۍ کې ۲۲ میلیونه ماشومان واکسیني خدمتونو څخه بې برخې دي او په افغانستان کې ۱/۵ مه برخه ماشومان او میندې د واکسیناسیون له خدمتونو بی برخې دي.

د دې پر وینا، په افغانستان کې له ۱۶۰  زرو تر ۲۰۰ زرو کسانو ته واکسین نه رسېږي، د روغتیا نړیواله اداره له عامې روغتیا وزارت سره د واکسین کېدونکیو سیمو په ډېرولو کې مرستې ته ژمنه ده او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د استازې په خبره، په ۲۰۱۶ کال کې باید هغو سیمو ته پاملرنه زیاته شي، چې اوسېدونکي یې د ناامنۍ او جګړې له امله واکسین کمپاین څخه لرې پاتې شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د معافیت ورکونې فعالیتونو ملي او نړیوالو کلیدي شریکانو په ګډون نن (دوشنبه) په کابل کې د معافیت ورکونې یا د واکسیناسیون اونۍ پیل شوه.

د معافیت ورکونۍ اونۍ د واکسین په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او په وخت سره د خلکو له خوا د واکسین تر لاسه کولو له اقدامه د ډاډمنېدلو په پار ونمانځل شوه.

غونډې ته د عامې ورغتیا وزارت مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم وویل، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو روغتیایي مرکزونو کې د ورځنیو واکسینونو په جدول کې ۱۲ ډوله واکسینونه شامل دي، چې په وړیا توګه تطبیقېږي.

د روغتیا وزارت مرستیال زیاته کړه، چې د هېواد په ځېنو برخو کې له دغو خدمتونو څخه په لازمه توګه ګټه نه اخیستل کېږي او په دې برخه کې باید د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.

د ده پر وینا، هڅه کوي، چې بېلابېل پروګرامونه، لکه چاپي تبلیغات، بېنرونو، بروشرونو او پوسټرونه خپاره کړي او د راډیو او ټلوېزیون له لارې د واکسیناسیون په اړه ضروري پیغامونه ورسوي.

نعیم د دې تر څنګ له قومي او مذهبي مشرانو، عالمانو او ښوونکیو وغوښتل، چې د هېواد هر وګړي ته د واکسین پیغام د رسولو په برخه د عامې روغتیا وزارت له کار کوونکیو سره مرسته وکړي.

دغه راز، غونډې ته د یونیسیف ادارې روغتیا مسوول ډاکټر شرین روکي هم وینا وکړه، ده زیاته کړه، چې ولس باید د واکسین په ارزښت پوه کړی شي، چې خپل ماشومان روغتیایي مرکزونو ته ورسوي او د وژونکیو ناروغیو نه خوندي پاتې شي.

د روکي په باور، واکسین په افغانستان کې یو ستر روغتيايي خدمت دی، چې له ۵ کلونو نه د کم عمره ماشومانو د مړینې ۳۵ سلنه کچه راټیټوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام