د افغانستان بانک مسوولان وايي، هېواد کې د روان زېږدیز کال لومړیو څلورو میاشتو کې د انفلاسیون کچه ۳.۵۲ سلنه کمه شوېده.
د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور له سلاموطندار سره په خبرو کې د انفلاسیون کچې کمېدو لامل د اسعارو پر وړاندې د ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه د ګاونډیو هېوادونو د پیسو ارزښت کمېدل بولي.
د ۲۰۱۷ کال له جنوري تر اپرېله څلورو میاشتو کې د انفلاسیون کچه ۵.۴۱ سلنه وه؛ خو کهچېرې د ۲۰۱۸ کال له جنوري تر اپرېله په پام کې ونیسو؛ نو د انفلانسیون کچه ۱.۸۹ سلنه ده.
ښاغلی هاشور وايي، هند، پاکستان، ایران او چین هېوادونو کې هم د اسعارو بدلولو بیه ټيټه شوې چې دا کار د دې لامل شوی چې د افغانستان لهپاره د دغو هېوادونو د صادراتي توکیو بیه ارزانه تمامه شي.
په ورته وخت کې ځېنې اقتصادي شنونکي وايي، د ۱۳۹۴ کال د لومړۍ میاشت په پرتله د روان لمریز کال لومړۍ میاشت کې د پیسو په ارزښت کې ۱۱ سلنه کموالی راغلی دی.
د کابل پوهنتون استاد حسیب الله موحد وايي، کهچېرې تېرو درېیوو کلونو ته وګورو، د ۱۳۹۴ کال حمل میاشتې ته په پام، د سږ کال وري میاشت کې د افغانیو ارزښت ۱۱ سلنه تغییر کړیدی؛ نو په ټولیز ډول ۱۳۹۴ کال ته په پام، افغانستان ۱۰.۹ سلنه یا هم ۱۱ سلنه انفلاسیون لري.
د افغانستان بانک شمېرو پر بنسټ، د تېر لمریز کال د قوس میاشتې له لومړۍ د روان کال د جوزا میاشتې تر دویمې نېټې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۳.۹ سلنه کموالی راغلی او دا د دې باعثېږي چې د مستهلکینو لهپاره وارداتي توکي ارزانه تمام شي او د انفلاسیون کچه کموالی پیدا کړي.
اقتصادي شنونکي باوري دي، سره لهدې چې د تورم کچې کمېدل د مستهلکینو په ګټه دی؛ خو د هغو کسانو لهپاره چې ثابته ګټه لري؛ د پېرلو ځواک کموي.