د ۲۰۱۶ م کال د سرو زرو توپ به څوک ګټي؟

د فرانسې فوټبال ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی انټوین ګریزمین د کرېسټیانو رونالډو په وړاندې ماته ومنله او زیاته یې کړه، چې د ۲۰۱۶ کال غوره فوټبال لوبغاړي جایزه به، نه پخپله او نه هم لیونیل میسي وګټي، بلکې ګټونکی کرېسټیانو رونالډو دی.

د ګول یورو وېبپاڼې د راپور له مخې، د فرانسوي لوبغاړي ګریزمین په وینا، د روان ۲۰۱۶ م کال د سرو زرو توپ د ګټلو له پاره سیالي پاې ته رسېدلې او دغه بال به بل څوک نه، بلکې پرتګالی کپټان کرېسټیانو رونالډو وګټي.

فرانسوی ګریزمین د اروپا په ۱۵ م پړاو فوټبال جام په سیالیو کې ۶ ګولونه وهلي وو او یو مخکښ لوبغاړی و.

نوموړي د اتلولۍ جام ونه شو ګټلی او دغه جام د لومړي ځل له پاره پرتګال وګاټه.

د ډېرو فوټبال پوهانو په اند، دا ځل د دې ډېر چانس و، چې فرانسه د ګریزمین په موجودیت کې د اروپا فوټبال جام اتلولي وګټي او بیا د اټلاټیکو ماډریډ کلب له پاره دغه لوبېدونکی لوبغاړی د روان کال غوره فوټبال لوبغاړي په توګه د سرو زرو توپ جایزه هم ترلاسه کړي.

د فرانسوي فوټبال لوبغاړي ګریزمین په وینا، کرېسټیانو رونالډو ریال ماډریډ ته د اروپا فوټبال کلپونو او دغه راز پرتګال ته د لومړي ځل له پاره د اروپا فوټبال جام ستره اتلولي وګټله او دی، د سرو زرو توپ یوازېنی حقدار دی.

د فوټبال نړیوالې شورا لخوا د روان کال د سرو زرو بال جایزې ترلاسه کولو له پاره د نړۍ ۲۳ کسیزه غورو لوبغاړو لېست راتلونکو میاشتو کې برابر او اعلان شي.

له دغه لېست څخه به بیا ۳ مخکښ لوبغاړي غوره شي او بیا به  د ۲۰۱۷ کال په جنوري میاشت کې د روان کال غوره فوټبال لوبغاړې او د سرو زرو توپ ګټوونکی د سویس په زیوریخ ښار کې اعلان شي.

کرېسټیانو رونالډو تراوسه ۳ ځلې او ارجنټایني لیونیل میسي بیا ریکارډ ۵ ځلې د فوټبال نړېوالې شورا لخوا د کال غوره فوټبال لوبغاړي په توګه د سرو زرو بال جایزه ترلاسه کړې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام