د لوړو زدهکړو وزیر نجیبالله خواجه عمري نن (چهارشنبه) د ۱۳۹۶ ـ ۱۳۹۷ کال کانکورازموینو پایلې اعلان کړې.
په دې ازموینو کې د افغان ـ ترک نسوان لیسې زدهکوونکې تهمینې د ۳۵۳،۴۴۶ نومرو په اخیستلو سره لومړی مقام، د هرات اسلامي انقلاب لیسې زدهکوونکي محمدعمادالدین د ۳۴۸،۲۶۹ نومرو په اخیستلو سره دویم او د بامیانو دهسرخ لیسې زدهکوونکي مختار د ۳۴۸،۲ نومرو په اخیستلو سره درېیم مقام ګټلی دی.
د لوړو زدهکړو وزیر وايي، وزارت به هغه کسان چې په یادې ازموینې کې یې له لومړي مقامه نیولې تر پنځم پورې ترلاسه کړی وي، د لوړو زدهکړو لهپاره بهر ته ولېږي.
د دې وزارت د شمېرو لهمخې په یادو ازموینو کې ۱۷۵ زرو او ۶۹۸ کسانو نوملیکنه کړې وه چې له دې ډلې ۱۷ زرو او ۵۹ کسانو پهکې ګډون نه و کړی او ۱۹ زره او ۲۳۷ نور یې ناکام شوي دي.
په دې ازموینو کې د بریالیو کسانو له ډلې ۴۷ زره او ۷۵۲ یې نجونې او ۹۱ زره او ۶۰۰ نور یې هلکان دي. د لوړو زدهکړو وزیر په وینا، د لوړو زدهکړو موسېسو ته د بریا لهپاره تر ټولو ټیټې نومرې ۱۵۰ او د نیمه لوړو زدهکړو لهپاره ۱۴۰ ټاکل شوې وې.