د ۱۰ نیم میلیونو ډالرو په ارزښت د پروژو کارونه پیل شول

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت نن په کابل کې د «ټولنې په ګډون د ځمکې او ځنګل پایداره مدیریت» په نوم پروژه پرانېسته.

د دې پروژې پلي‌کولو له‌پاره ۱۰ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکايي ډالره ځانګړي دي.

د کرنې وزارت د طبیعي منابعو مشر محمدرفیع قاضي‌زاده وايي، د دې پروژې موخه اقلیمي بدلون او په ټوله کې د تودوخې کمول دي.

د ښاغلي قاضي‌زاده په وینا، دا پروژه په شپږو کالونو کې په بادغیس، غزني، بامیان، پکتیا او کونړ ولایتونو کې پلي کېږي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت مسوولانو په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره د ځنګلونو شاوخوا ۳۰ زره هکتاره ځمکې مدیریت کېږي او د څړځایونو له ۲۰۰ هکتاره ځمکې نه به هم اغېزمنه ګټنه وشي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام