د پکتيا ولايتي شورا غړي او اوسېدونکي د ګردېز ـ پټان سړکجوړونې شرکت او ځايي اداره په بېغوري او فساد تورنوي چې د دغه کار لهپاره یې پيسې ایستلي؛ خو تر دې مهاله يې کار نيمګړی او په نشت حساب دی.
د پکتيا ولايتي شورا غړي الامير بهرامزي سلام وطندار ته وویل، د دغه سړک د رغونې چارې درې کاله مخکې د نيازمند شېرزاد په نوم د سړکجوړونې شرکت ته ورکړل شوې چې په وينا یې، تر اوسه یې لس سلنه کار هم نهدی شوی.
ښاغلی بهرامزی پهدې پروژه کې د شرکت په ګډون د فواید عامې وزارت هم په فساد تورنوي او زیاتوي چې دغه وزارت په لوی لاس داسې شرکتونه رادخیلوي چې د کار وړتیا نهلري.
د پکتيا دوه مدني فعالان ډاکټر شفيقالله سحر او نذيرحکيمزی هم وايي چې د پيسو له منظورېدو ورسته څو ځلې د سړک رغونې خبرې اورېدل شوي؛ خو په عمل کې يې څه نهدي ليدلي.
دوی له ولايتي او حکومتي اړوند چارواکیو غواړي چې د ګردیز- پټان سړکرغونې کار په کلکه وڅاري، زورواکي يا فسادګر معلوم او سزا ورکړي.دوی په ټینګار سره وايي، لهدې قرارداده باید د دخیلو وکیلانو او زورواکیو لاسونه لنډ کړي چې دا پروسه په ښه شکل تکميل شي.
د ګردیز- پټان سرک بیارغونې تړونوال، د نيازمند په نوم شرکت ریيس نيازمحمد سلام وطندار ته وويل، دغه سړک ځکه پهخپل وخت نهدی جوړ شوی چې د فواید عامې وزارت له تړون سره سم د دوی غوښتنې نهدي پوره کړي.
ده زیاته کړه، د سړک ځېني برخې یې جوړې کړي؛ خو د وخت په تېرېدو سړک بېرته خراب شویدی.
بل لوري ته د پکتيا والي شميمخان کټوازی وايي، چې د دندې له پيل سره سم يې د ياد تړون سندونه یې کتلي او د ده له کاره مخکې اړوند شرکت یادې پروژې ته د بېلو شويو پيسو پنځوس سلنه اېستلې وې.
ښاغلی کټوازی زیاتوي، د شرکت مسوولان يې ورغوښتي او د کار ګړندي کولو داسې سپارښتنه یې ورته کړې چې که په ښه کیفیت یې ونهکړي، بیاځلي یې پرې شروع کوي.
د ګردیز- پټان سړک شاوخوا ۸۰ کيلومتره اوږدوالی لري چې له نهو ولسواليو په تېرېدو ګردېز له ډنډ پټان ولسوالۍ سره نښلوي.