د کیوبا دولتي ټلوېزیون خبر خپور کړی، چې د دې هېواد پخوانی ولسمشر فیډل کاسټر د ۹۰ کلونو په عمر ومړ.
فیډل کاسټر د کیوبا مهم سیاستوال او انقلابي شخص و. هغه سربېره پر دې، چې د کیوبا د اوښتون مشر و؛ له ۱۹۵۹ نه تر ۱۹۷۶ زېږدیز کاله پورې د خپل هېواد لومړی وزیر و او له ۱۹۷۶ زېږدیز کال نه تر ۲۰۰۸ زېږدیز کاله پورې د کیوبا ولسمشر و.
د کیوبا دغې رسنۍ او نورو په دې اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.
کاسټرو مخکې له دې چې په ۲۰۰۸ کال کې خپل ورور راول کاسټرو ته واک ولېږدوي؛ د نژدې نیمې پېړۍ له پاره په یوه ګوندیز حکومت د کیوبا مشري وکړه.
د کاسټرو ملاتړي د داسې یوه شخص په توګه د هغه ستاینه کوي، چې کیوبا یې بېرته خلکو ته وګرځوله. خو مخالفان یې هغه تورنوي چې سیاسي مخالفان یې په ډېرې بې رحمۍ ځپلي دي.
فیډل کاسټرو په ۲۰۰۶ کال د ناروغۍ له کبله له واکه لیرې شو، خو په ۲۰۰۸ کال یې په رسمي توګه د خپل تقاعد اعلان وکړ او واک یې کشر ۸۳ کلن ورور راول کاسټرو ته وسپاره.