د کونړ په ویجاړو شویو ښوونځيو کې ۲ زره جونو او هلکانو زدکړې کولې

تېره شپه (۱۸می) شاوخوا  ۱۲ بجې د کونړ ولایت  ماڼوګي ولسوالۍ  اړوند د لېچه لام د هلکانو لېسه په بمونو الوزول شوې او د لېچه لام د نجونو لېسه، د وډیګرام او قندهارو د هلکانو منځني ښوونځي سوځول شوي دي.

دا په کونړ کې د خپل ډول یوه بې سارې پېښه ګڼل کېږي، چې د یوې ولسوالۍ څلور ښوونځي په یوه شپه د وسله والو له لوري سوځول کېږي.

د لېچه لام د هلکانو لېسې سر معلم عبدالرحمان وايي، د شپې د دغې لېسې پیره دار د وسله والو له لوري له لیسې ویستل شوی او بیا یې دغه ښوونځی په بمونو الوزولی دی.

هغه وايي، له دې وړاندې ورته شپې پاڼې او اخطارونه هم ورکړل شوي وو، چې نور دې دغو ښوونځيو ته زده کوونکي او استادان نه ورځي.

ددې لیسې سرښوونکی وايي، چې ۶ ورځې وړاندې یې د وسله والو له خوا ګواښونه تر لاسه کړي وو، چې تر ګواښ لیک لاندې د جبهة الاحرار نوم لیکل شوی و.

په همدې حال کې د ماڼوګي ولسوالۍ د پوهنې مدیر مهتاب الدین مصلح هم ددې خبرې پخلی کوي، چې د احرار ډلې له لوري د دغو ښوونځیو شاګردانو او استادانو ته اخطارونه ورکړل شوي وو.

«دا خطونه چې په مکتبونو لږېدلي وو، په اخر کې ورته جبهة الاحرار لیکل شوي وو. د لېچه لام د هلکانو ښوونځي ته یې بمونه ایښي وو، او دا نور درې یې سوځولي دي.»

 د هغه په خبره، دغو څلورو ښوونځیو کې له ۲ زرو ډېرې نجونې او هلکان درس وايي.

نوموړی زیاتوي، چې په قومي او ولسي کچه یې ددغې را ولاړې شوې ستونزې په اړه خبرې کړي ، چې د دغه ډول پېښو مخنیوی وکړي.

بل پلو د کونړ دوالي ویاند غني مصمم هم مني، چې دغه ښوونځي د الاحرار ډلې له لوري سوځول شوي دي.

هغه وايي، الاحرار ډلې په دې نېږدې وختونو کې په کونړ کې فعالیت پیل کړی، چې په خبره یې دا یې لومړنۍ کړنه ده.

هغه وايي، په سیمه ییزه کچه د قومي مشرانو سره د دغه ډول پېښو د مخنیوي په اړه خبرې شوي.

په همدې حال کې طالب ویاند ذبېح الله مجاهد په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي خو تر اوسه الاحرار ډلې د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام