د کورونا د ۸۵ تازه پېښو ثبت؛ په ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ ناروغان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۳۷۸ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په ۱۱ ولایتونو کې د ۸۵ هغو پایله مثبته ختلې ده.

دغه وزارت وايي، د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۴ زره او ۴۵۱ ته رسېږي.

د وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ۱۶ اخته کسان مړه شوي او ۸۱ نور بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ټول‌ټال ۲۱ زره او ۲۱۶ کسان له کورونا ناروغي بېرته روغ شوي او ۱۰۱۰ نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، اوس په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۷۹ زره او ۷۳۲ نمونې کتل شوي چې له ډلې یې د ۱۲ زره او ۲۲۵ هغو پایله د فعال ویروس وه.

تر اوسه په نړۍ کې له ۱۲ میلیونه او ۸۵۹ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ۵۶۷ زرو نه ډېر یې مړه او له ۷ میلیونه او ۴۹۳ زرو نه ډېر یې بېرته روغ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام