د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۱۱۸ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په څلورو ولایتونو کې د ۴۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.
د دغه وزارت په وینا، په یاده موده کې پر کورونا ۲۲ اخته کسان بېرته روغ شوي او ۲ نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
روغتیا وزارت نن د کورونا د ورځنیو شمېرو په اعلان سره وايي چې د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۵ زره ۵۰۳ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت د تازه شمېرو له مخې، تر اوسه ۲۳ زره ۶۶۳ کسان له کورونا ناروغي نه بېرته روغ شوي او ۱۱۸۳ نور مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په نړۍ کې له ۱۴ میلیونه او ۶۴۶ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۶۰۰ سوه او ۸۹ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۸ میلیونه او ۷۷ زرو نه ډېر بېرته روغ شوي دي.