د کورنيو او بهرنیو چارو وزارتونه په قومپالنه او فساد اخته دي

ولسمشر محمد اشرف غني افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې سختوالي  تر نوم لاندې د اروپایي ټولنې درېیمه کلنۍ غونډه کې وویل، چې د اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري ځينې معرفي شوي وزیران په فساد کې ښکېل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د فساد زړه دی او په بهرنيو چارو وزارت کې هم ګومارنې د قومونو پر بنسټ کيږي.

هغه په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې باید په دغه وزارت کې ګومارنې د قانون پر بنسټ او د اداري سمون او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له خوا ترسره شي.

نوموړي دا هم وویل، چې د اداري فساد کنټرولو  له پاره باید نړیوال بنسټونه له حکومت سره همغږي شي او ددې ستونزې د حل  له پاره باید عملي کړنلاره جوړه شي.

دغه غونډه نن دوشنبه (می ۸مه) په ارګ کې ترسره شوه، چې د یو شمیر لوړ پوړو دولتي چارواکو او مرستندویه هیوادونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې د اداري فساد د کنټرول په برخه کې پر کره او عملي پالیسۍ ټینګار وکړ او زیاته يي کړه، چې د حکومتوالۍ په ټولو برخو کې باید رڼښت رامنځته شي، مفسد کسان باید د قانون منګلو ته وسپارل شي او په محاکمو کې له لاسوهنو باید ډډه وشي.

«موږ باید ځانګړې او منطقي پالیسي ولرو او پالیسي د اساسي قانون پر بنسټ جوړیږي د مدیریت او رهبري مسله ده چې څرنګه پریکړه وکړي د فساد په برخه کې له اداري فساد سره مبارزه ۱۰ سلنه انګیزه ده او ۹۰  سلنه نور مدیریت او جزیات دي د جزیاتو له مدیریت پرته تاسو نشئ کولی چې بریالي شئ.»

د ولسمشر محمد اشرف غني پروینا، په بهرنیو چارو وزارت کې ګومارنې باید د اداري سمون او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له خوا ترسره شي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني د مالیې وزارت او تدارکاتو ادارې کړنې وستایلې او وویل، چې تراوسه پورې د تدارکاتو ادارې له خوا ۹۰۰ قراردادونه پاس شوي  او شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت له فساد مخنیوی شوی.

همدارنګه د افغانستان له پاره د اروپايې ټولنې ځانګړي استازي فرانس مایکل میلبین غونډې ته وویل، چې افغانستان کې فساد باید مهارشي او هر افغان باید عدالت ته لاسرسی پیدا کړي.

د اروپايي ټولنې استازي پروینا، مفسد کسان هڅه کوي چې په بیلابیلو ډولونو له فساد سره د مبارزې پر وړاندې خنډونه  رامنځته کړي.

«د افغانستان خلک له دې بې عدالتي او فرصت نشتوالي نه ځوریږي هره ورځ بې عدالتۍ روانې دي او خلک افغانستان کې د کلي فساد قرباني دي.»

ملبین زیاته کړه، چې نړیواله ټولنه او اروپايي ټولنه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت او خلکو تر څنګ ولاړې دي.

دغه راز، د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال سرور دانش اداري فساد د حکومت پر وړاندې ستره ستونزه وبلله  او وايي چې، حکومت د فساد پر وړاندې په کلکه مبارزه کوي.

دانش ټینګار وکړ، چې د فساد کنترولو له‌پاره ټول اړخیز سیستم نشته او د حکومت په ځینو ادارو کې د ولسمشر امر نه اجرا کیږي.

لوړپوړې حکومتي چارواکي داسې مهال له فساد سره د مبارزې په برخه کې د هڅو خبر ورکوي، چې د نړیوالو رپوټونو له مخې افغانستان د نړې په کچه یو فاسد حکومت لري او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د حکومتي مشرانو ژمنې تراوسه نه‌دي عملي شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام