د کندوز پولیس: طالبان به بیا راونه ګرځي

په تېرو لسو ورځو کې څو ځلې د کندوز ښار واک د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ واوښت راواوښت، خو دا ځل د دغه ولایت امنیه قومندان محمد قسیم جنګل باغ ویلي، چې طالبان  به بیا دغه ښار ته راونه ګرځېدلی شي. د هغه پر خبره، اوس د بغلان د «جرخشک» لاره پرانېستل شوې ده او کندوز ښار ته نوي ځواکونه راغلي دي.

د امنیه قومندان پر وینا، له مرکزي روغتون نه تر خاکني، کوتي ګرد، د چوک لاره او د بالاحصار سیمه یې له طالبانو پاکې کړې دي او په ښار کې د پولیسو له خوا تصفیه او تالاشي روانه ده.

له بل لورې د کندوز د ولایت شورا مشر محمد یوسف ایوبي وايي، چې ښار ویجاړ شوی او شاوخوا ۳۰ زره کورنۍ له کندوزه کوچېدلې دي. هغه وویل، که چېرې د کوچېدلو وګړو ستونزو ته پام ونه شي؛ ستر انساني ناورین به رامنځته شي.

خو د ولسي جرګې غړی حاجي صالح وايي، چې کندوز په لوی لاس د سیمه ییزو چارواکو لوري طالبانو ته سپارل شوی دی او د هغوی په مدیریت کې به کندوز له طالبانو پاک نه شي. هغه ټینګار کوي، چې اوسني سیمه ییز چارواکي باید له دندو ګوښه او پر ځای یې نوي کسان وګومارل شي.

د هېواد په شمال لویدیځو ولایتونو کې امنیتي ستونزې او د طالبانو غورځنګي بریدونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د تخار ولایت یو شمېر جهادي قومندانان د مرکزي دولت د بې پروايۍ په تورنولو سره وايي، چې ولسمشر د خلکو خبرې بې ارزښته ګڼي. دوی خبرداری وکوي، که چېرې حالات همداسې دوام وکړي؛ افغانستان به له یو لوی بحران سره مخ شي.

په ورته وخت کې د تخار ولایتي شورا مشر عصمت قرباني وايي، حکومت باید هغه کسان، چې د طالبانو جنایتونه توجیه کوي؛ محاکمه کړي.

طالبانو د کندوز له سقوط نه وروسته دغې ډلې د بدخشان او تخار پر یو شمېر ولسوالیو بریدونه وکړل. دغې ستونزې پخواني جهادي قومندانان دې ته اړ کړل، چې یو ځل بیا خپل کسان پر وسلو سمبال کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام