د کندوز په اقتاش ولسوالۍ کې چاڼیزو عملیاتو خلک بې‌ځایه کړي

د کندوز ولایت په اقتاش ولسوالۍ کې د ملي امنیت ۰۹ قطعې، کومانډو ځواکونو او د بهرنیو ځواکونو په هوايي ملاتړ له درېیو ورځو راهیسې چاڼیز عملیات پیل او له طالبانو د شپږو کلیو په پاکولو سره دغه عملیات اوس پای ته رسېدلي دي.

د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري سلام‌وطندار ته وویل چې سیمه ییزې ادارې په دغه ولایت کې څوځله چاڼیز عملیات کړي؛ خو دغو عملیاتو یوازې خلک بې‌ځایه کړي او نور هېڅ ګټه یې نه ده کړې.

هغه وايي، دلته حکومت یوازې خلک بې‌‌ځایه کړل او د وسله‌والو ځواکونو له وتلو سره بېرته سیمې ته طالبان راستانه شول.

د اقتاش ولسوالۍ ځېنو اوسېدونکیو هم پر وروستیو عملیاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي، عملیاتو یوازې ۴۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړې دي.   

خو د کومانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم وایي، په اقتاش ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو په موخه عملیات شوي دي.

اقتاش نوې جوړه شوې ولسوالۍ چې له درېیو کلونو راهیسې طالبانو قبضه کړې دهد ریپوټونو پربنسټ تېرو کلونو کې دغلته څو ځلې بې ګټې چاڼیز عملیات شوي خو د عملیاتو له پای سره سم طالبان بېرته راستانه شوي دي.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام