د کندوز د دشتارچي ولسوالۍ د دوشنبې ورځې بمباریو ځېنې ټپيان چې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي وايي، طالبانو د پګړۍ تړلو مراسمو امنیت ټینګښت مسوولیت په غاړه درلود.
د دغو ټپیانو په خبره، هوايي برید کې د طالبانو ترڅنګ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
اخوا د پامیر شلمې قطعې ویاند غلام حضرت وايي، د کندوز په دشتارچي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې د طالبانو مهم مشران او د دغې ډلې ځېنې بهرني کسان وژل شوي دي.
دی وايي، دغه غونډه په شمال ختیځ زون کې د طالبانو قوماندانو د خپلو پسرلنیو عملیاتو په موخه جوړه کړې وه.
هغه وايي، په برید کې له ۴۰ زیات وسلهوال وژل شوي او یوشمېر نور ټپيان شوي دي.
ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش کابل کې خبري غونډې ته وویل، د کندوز دشتارچي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوايي برید کې هېڅ ولسي وګړی نه دی وژل شوی.
د ښاغلي رادمنش په خبره ولسي خلک د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
د کندوز حوزوي روغتون رییس ډاکتر محمد نعیم منګل وايي، تراوسه له دې پېښې ۵ وژل شوي او ۵۷ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.
د ښاغلي منګل په خبره ټپیانو کې ۱۷ ماشومان هم شامل دي.
دغهراز یوناما وايي، دا د خواشینۍ خبره ده او د پېښې په اړه څېړنې کوي.
لاهم د کندوز دشتارچي ولسوالۍ پېښې د ژوبلو په اړه کره معلومات نشته، خو د دشتارچي ولسوال نصرالدین سعدي تېره ورځ سلاموطندار ته ویلي و، دغه هوايي برید کې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.